-
تلپاتي، نه هېرېدونكي او ستر خدمتونه
د ماما صيب كومه مينه، چې له پښتو ژبې سره وه، واقعاً بې انتها وه. خداى دې د هر پښتون په زړه كې داسې مينه واچوي. پښتو ژبې ته يې تلپاتي، نه هېرېدونكي او ستر خدمتونه كړي دي.
-
د پښتون قامي وحدت
د پښتنو د اسمان ځلانده ستورى ډوب شو. الله تعالى دې موږ ته د هغه مشن “د پښتون قامي وحدت” د حاصلولو توفيق راكړي. الله تعالى نه به د هغه د ارمانونو دنيا د اّبادولو دعا كوو. .
-
نن د هغو افسوس ناك مرګ دعا له راغلم
ماته نن ډېر افسوس دى، چې د كوم لوى انسان او سترې هستۍ د زوى د واده په ښادۍ كې زه دلته راغلى وم، نن د هغو افسوس ناك مرګ دعا له راغلم. ډاكتر كبير صاحب يو پښتون مزاج انسان و، ډېر خوږ دوست او ښه ورور و. ډېر لوى شاعر او ستر اديب و،…
-
سل دې ومره خو د سلو سر دې مه مره
غــــم خــــو دا دى چـــې د ســـلــو ســـر د چـــا مـــري . زه نه پوهېږم، چې د پښتو او پښتنو د اسمان د ستوري د دردناكې او غمناكې مړينې په اړوند خپل ژور خپګان او د غمجن او داغلي زړه تاثرات څنګه، په كومو كليمو او جملو څرګند كړم؟ حقيقت خو دا دى، چې په…
-
د هېواد او سيمې لاره ستره ضايعه
د ارواښاد ډاكتر ستوري صاحب مړينه نه يوازې د پښتنو لپاره، بلكې د هېواد او سيمې لاره ستره ضايعه ده.
-
فاني نړۍ څخه په نيك نوم
ســهــــرګاه وه د نــــرګـــــس لـــېمـــــه لانــــــده څاڅكــى، څاڅكــى يې له سترګو څڅېده ما ويل څه دي ښكــلــيـه ګـلــه ولــې ژاړې؟ دې ويل ژوند مې دى يوه خوله خـنـدېــده. دا نړۍ زموږ د ټولو لپاره يوه فاني نړۍ ده، نېكمرغي د هغه چا په برخه ده چې دوى فاني نړۍ څخه په نيك نوم رحلت وكړي.
-
ستا د ارمانونو د پوره كولو دپاره
وعده كوم چې ستا د ارمانونو د پوره كولو دپاره به موږ هر ډول هلې ځلې كوو.
-
پښتانه به د ستوري صاحب لاره په كلكه
مرحوم ډاكتر كبير ستورى، چې د خپل عمر ډېره زياته برخه يې د هېواد او خصوصاً لرو او برو پښتنو ته په چوپړ كې تېره كړې او اوږده مبارزه يې كړې ده، دده سياسي مبارزه د ټولو افغانانو او خصوصاً د پښتنو لپاره يو ستر سرمش دى. پښتانه به د ستوري صاحب لاره په كلكه…
-
د پښتنو د حقوقو لپاره يې مبارزه
استاد ستورى د اسمان د ځلېدونكي ستوري په شان زموږ د هېواد د مبارزې په لاره كې كوټلي ګامونه اخيستلي دي او د پښتنو د حقوقو لپاره يې مبارزه كړې ده. فضل الرحمان فاضل (په بن كې د افغانستان قونسل)
-
هغې ته پښتو او پښتونولی
جناب خدای ( ج) بخښلی کبیر جان ستوری ځما د خپلی ترور ځوی دی . خپل شخصیت او علمی اوچت پوړی ته رسیدل ئې خپل کوښښ او زخمت لاس ته راوړی وو . هغې ته پښتو او پښتونولی نه ځانه نژدی بلکه د روح غذا وه. یو وخت کې زه په کابل کې وم ،…

