Jwand Leek | Biography

کبیر ستوری ( زېږېدنه : ۱۹۴۲ ؛ مړينه : ۴ د اپرېل ۲۰۰۶) د لوی افغانستان يو تکړه شاعر، ستر ليکوال، اديب ، څیړونکی ، ژورنالیست ، ساپوه ، سياستپوه او سياسي مشر و. د هغه قام پرسته شاعري نه يواځې په پښتونخوا او افغانستان کې مېنوال لري بلکه په نړۍ کې چې هرچېرته پښتانه مېشت دي نو دده ادبي او سياسي کارونو ته په درنه سترګه ګوري.
احمد نجيب بياباني ابراهيمخېل – 

كبير ستورى په 1993ع كال كې كله چې د ډيورنډ تش په نامه كرښه سل كلنه شوه، يوه پراخه غونډه راوبلله او د ډيورنډ د كرښې تش په نامه نوم يې ورټه او هغه ته يې د پاى ټكې كېښود. كه چېرې سړى په تاريخي لحاظ ستورى د پښتون سوسيال ډيموكراټ ګوند، اعلاميې او دريځ څرګندونې وڅېړي، نو هله به پوه شي چې دى پخپل فكري سياسي سوچ كې څومره كره او پوخ دى.
پوهاند دوكتور جمدر

ای د کـونـړ خلکو دا احـسان دې مـونـږ مـنـو تــنـر کې زېـږیـدلـی قـهـرمان دې مـونـږ منـو 
سـتا پـل باندې بـه درومو وایم زه سراچه وال
که ژوند,که خـوشالی وی که زندان دې مونږ منو

مطيع الله سراچه وال 

د لـر او بـر د پـښـتـنـو د وحـدت سـتـوری !
بل دي ستـا د فکــر مـشالـونه راته خاندي 
ستـا د محـبـت خوږې خبرې راپـه يادکړي
کله کله سـتا چـې تـصويرونـه راته خاندي

غلام محمود شهاب

د جـبر ګوزارونو کې کــــمـزوری، نـــه ؤ، نـــه سیوا له پښتـنو ئـې اشنـا لـــوری، نـه ؤ، نه 
های قام د پښتنو شو څه بې مشره بې مشاله پـه ټـولــه زمانـه کـې ئې تــګ لـوری، نـه ؤ، نـه

عبدالحلیم همت ایوب زی