نن د هغو افسوس ناك مرګ دعا له راغلم

ماته نن ډېر افسوس دى، چې د كوم لوى انسان او سترې هستۍ د زوى د واده په ښادۍ كې زه دلته راغلى وم، نن د هغو افسوس ناك مرګ دعا له راغلم. ډاكتر كبير صاحب يو پښتون مزاج انسان و، ډېر خوږ دوست او ښه ورور و. ډېر لوى شاعر او ستر اديب و، د هغوى په جدايۍ چې موږ ته كوم درد او تكليف رارسېدو، هغه موږ صرف محسوس كولاى شو، ويلاى نشو. الله (ج) د هغوى كورنۍ له د زړه صبر وركړي او موږ له هم .