Adab au Honar

ارواښاد ډاكتر كبير ستورى د ژوند شاعر دى او د ژوند شاعر كله هم نه مري، بلكې چې ترڅو ژوند وي، نو تر هغې به د هغه فن هم ژوندى وي.
فيروز خان صادق –

د ستوري د قلم توري به تر هغې ځلنده وي، چې ترڅو د يوه پښتون قلموال د قلم په رګ كې د پښتو وينه چلېږي. ستورى به تر هغې ستورى وي، چې ترڅو د اسمان د ستورو په زنځير كې يوه پښتنه كړۍ هم پاتې وي.
محمد اصف صميم –

ستورى پر پښتو ژبې او پښتني كلتور مئين، د فكر او قلم خاوند، ټولنيز شخصيت او د پښتنو د يووالي او بېدارۍ ارمانجن و. دې پښتون شاعر د خپلې شاعرۍ ټوله منځپانګه د پښتو، پښتونولۍ په محور څرخولې ده.
هر كار ېي په پښتني كركټر او انداز كې خوښېده.
مينه يې په پښتني خم كې رنګ خوښېده، د ټولنيزو مسايلو او موضوعاتو حل يې د پښتونولۍ پر بنسټ غوښت، د خپل قامي تشخص د ډاګيزه كېدو او د زمانې د بدلون لپاره پر پښتني كړنلارې باوري و .
– وجيه الله شپون

د ستوري صيب په شان پښتانه ډېر كم پيدا كېږي. د هغه مثالي نشته.
ډير مينه ناك انسان و، ډېر خوږ انسان و، په ډاكتر صيب كې ما د هېڅ شي كمى نه دى محسوس كړى. هغه د هر پښتون خواخوږى و، خو زما ورور و، زما يار و. زه ځان د هغې د احسانونو پوروړى ګڼم.
– استاد خيال محمد

ارواښاد ډاکټر کبير ستوری که له يوې خوا د پښتو شاعر او ليکوال و ، د يو درون او سپېڅلي شخصيت لرونکی هم و ، هغه يو پياوړی دوست و ، يو خوږ انسان و ، د خلوص او صميميت يوه نښه وه او داسې يو څوک و چې د افغانيت او پښتونولۍ ډېرې مثبتې نښې نښانې يې په خپل ځان کې ساتلې ، خوندي کړې او ځلولې وې .
– زرين انځور


ستوری ادېب, ستوری شاعـر, ستوری ېو ښه لېکوال ؤ
ستوری ساپوه ؤدسېاست ځانګړې لارې ستوری
که څوک ېې روح خـوشالول غواړي پښتون دې اوسي
ځـکه پښـتـو بـاندې مـېن ؤ خـدمـتګاره ستوری
– محمد ېوسف خدمتګار مزدورزوې

ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری علمی شخصیت ؤ، د هغه کارونه علمی او سیستماتیک ؤ، د ارواښاد کبیر ستوری په وړاندې باندې قوم يواځی او يواځی پښتون ؤ.
هغه د دغه قوم یو کیدل غوښتل څه که بر پراته دی او څه که لر پراته دی.
– عبدالقیوم زاهد مشواڼی