Zmong Pata


مونږ د خپلو ټولو پتمنو خواخوږو,​ مينه والو, ليكوالو، پوهانو، اديبانو، شاعرانو او قام پرستو مشرانو ترڅنګ د هیواد دننه او بهر سیاسي، دولتي, ملي, قامي او ولسي مشرانو او سړیتوبونو (شخصیتونو), کولتوري ټولنو, سیاسي ګوندونو, چې​ د اروښاد ستوري سره یې د هغه په ژوند او مرګ په حواله خپل تړون د لفظونو په چوكاټ كې راونغښتو,​ د خواخوږۍ څرګندونې یې کړي، په جنازه او فاتحو، یادغونډو اومشاعرو کې ګډون ګړی دی, د احساس او جذبو درناوی (احترام) كوو.​

د خوست ویب پاڼې چلونکي,​چې د ارواښاد ستوري لپار یې وېبپاڼه پر لیکه کړه – د ورځپاڼې “وحدت”Wahdat
ورځپاڼې “خبرونه” Khabaroona
، د مياشتنۍ ليكوال Leekwal ،
ورځپاڼې “پښتون پوست” Pakhtoon Post
Jarga او ورځپاڼې “جرګه”

او پښتونخوا مجلې , چې د ستوري فكر يې د ځانګړو ګڼو د چاپ په وسيله لر و بر پوهانو ته ورسولو او د ستوري د ژوند په حواله يې ګټور مالومات وخت په وخت چاپ ته سپارلي – شمشاد, ژوندون , ملي او خیبر تلویزونونو , مشال , ډیوه, امرېکا غږ اشنا , بي بي سي راډیوګانو او ډله ایزو خبري او ټولنیزو رسنیو او ویب پاڼو چې د ارواښاد دغونډو او فکر خورولو لپاره یې پروګرامونه جوړ کړي او خپاره کړي – د پښتونخوا د پوهنی دیرې د « ډاکتر کبیر ستوری ژوند او مبارزه » ، « ژوندي یادونه » او « کلیات » چاپ کړي – دانش خپروندویه ټولنې یو شمیر کتابونه د ستوري تلین په مناسبت چاپ کړي د زړه له كومي مننه او قدردانی کوو.


مونږ د خاص کونړ کولتوري ټولنې، د کونړ خپلواکه کولتوري ټولنې، دغنی خان ادبي کولتوري څيړنیزې جرګې، د کونړ میشتی فرهنګیانو، د خوست میشتو فرهنګپالو ،د پښتو عالمی کانګرس، د امریکا په شمالی کلیفورنیا کښې​ افغاني کولتوري ټولنې، په ډنمارک کې پښتنو کولتوري ټولنې ، افغان كولتوري بهير ، په كواټ کې د ملګري ليكوال خيبر ايجنسي، د پښتو ادبي چمن ټل ، د انجمن ترقي پسند مصنفين – پښتونخوا ، د ريښتين ادبي جرګې كواټ ، د قاسم علي اپريدي پښتو ادبي ټولنې، د لر او بر ليكوال ادبي جرګې ، د سپين غر پښتو ادبي جرګې ،
په نړۍ واله انټرنيټي دیرې ” پالټاک” کې

د افغانستان د غیرتي پښتنو حجرې او د پښتونخوا سیاسي او ادبي بنډار ، په پېښور کې افغان ادبي ټولنې ، په المان کی د کونړ د ځوانانو کولتوري ټولنې ، د افغان ادبي یون « دیر » د روسیی فیدراسیون په سانکت پیټرس بورګ ښار کې دميشتو افغانانو د ټولنيز سازمان (افغانانو شورا) او ټرائیبل یونین اف جرنلسټس ـ پښتونخوا, افغان یون احمدشاه بابا مینه. کابل
د ارواښاد ډاکتر ستوري په یاد پرتمنی یاد غونډې او مشاعرې په کونړ، خوست ،پېښور، كواټ، کابل , دیر، ټل ،امریکا، ډنمارک ، جرمني ، روسیه ، سانکت پترس بورګ او په خيبر پښتونخوا کې جوړې​ کړي د يادونې​ وړ دي د ټولو کور ودان.


مونږ د خپل دروند مشر ستر پښتون، پر پښتو، پښتونولۍ او پښتونخوا مین او د عوامي نیشنل ګوند مخکښ مشر ښاغلي محمد افضل خان (خان لالا) څخه ډیره زیاته مننه کوو چې هر وخت او هر ځای کې یې زمونږ لارښوونه او ملتیا کړی ده.
درنښت

ايمل ستوری
د ارواښاد ستوري دانټرنيټي ديرې پازوال او چلوونکی

E-mail: [email protected]

You have our full permission for downloading videos, audios, images and books and copying texts, articles etc. 

For distributing or commercial using these materials you should give our source (www.kabirstori.com).


If you need anything else from our site for promotion of Pashto and/or Pashtuns, we would be more than glad to help you. If you have any suggestions, comments or you need to get in touch with us behind the Pashto Online World of Dr. Kabir Stori, you can E-mail us.

E-mail: [email protected]

Emal Stori
Chief-Editor/Admin of the Pashto Online World of Kabir Stori