هغې ته پښتو او پښتونولی

جناب خدای ( ج) بخښلی کبیر جان ستوری ځما د خپلی ترور ځوی دی . خپل شخصیت او علمی اوچت پوړی ته رسیدل ئې خپل کوښښ او زخمت لاس ته راوړی وو . هغې ته پښتو او پښتونولی نه ځانه نژدی بلکه د روح غذا وه. یو وخت کې زه په کابل کې وم ، ترورځی هلته تشریف راوړی وو ، ځما فکر وو چې ترورځی په یوروپ کې وسی نو د هغه ځای خوی خصلیت به څه نه څه متاثر شوی وی ولی چې خبری مو سره وکړی نو د هغی پښتو او پښتونولی او د خپل هیواد سره مینه نوره هم زیاته شوی وه چې زه ورته حیران پاتی شوم او یو خبره مې ورته چې په هغې ښه ولیږده وکړه که دلته ئې ولیکم نو دا لیک به ډیر اوږد شی . لوی خدای ( ج ) دی بهترین جنتونه په نصیب کړی .

خوشحال خټک فرمائی :

چـې دســـتـار تـــړی هزار دی

د دستار سړی په شــمار دی