• پښتون قام دپاره يو ښه مبارز نه

    نن موږ دا احساس كولى شو، چې موږ د يو ډېر ښه پښتون قام دپاره يو ښه مبارز نه محرومه شو. الله دې ډاكتر كبير ستوري ته په جنت الفردوس كې ځاى وركړي. د هغه د كورنۍ غړيو ته د زړه ته صبر وركړي او موږ ته توفيق راكړي، چې د هغه مشن جاري وساتو…

  • د تاريخي افغانستان يو وتلى سياسي

    محترم خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى د تاريخي افغانستان يو وتلى سياسي مبارز و ، چې نه يواځې په اّزاد افغانستان كې، بلكې په محكوم افغان وطن كې هم په سياسي مبارزينو كې يو ډېر محبوبيت لرونكى قومي ولسي مشر و. خداى بښلى ډاكتر صيب د لر او بر افغان ملت د ملي وحدت پلوى…

  • زما لپاره څو مرګونه دي

    د كبير ماما يو مرګ زما لپاره څو مرګونه دي. ديو معنوي پلار مرګ، د يو استاد او لارښود مرګ، د يو خوږ ملګري مرګ او همدا راز سياسي او ادبي ځانته والى. د هغه خاطرې او لارښوونې زما د ژوند ارمانونه او پوره والى دى .

  • د ټول پښتون ولس لپاره

    د ډاكتر ستوري مړينه د ټول پښتون ولس لپاره لويه ضايع ده.

  • واقعاً د وطن يو ملي او په وطن

    خداى بښلى ستورى صيب واقعاً د وطن يو ملي او په وطن او پښتو ژبه مېن شخصيت و.

  • د انسانيت او شرافت غوره نمونه

    ډاكتر كبير ستورى د انسانيت او شرافت غوره نمونه وه او د پښتون/افغان ولس لپاره د ټولنيزې ولسواكۍ ټينګ غوښتونكى و. د هغه ارمانونه دې خداى د پښتون/افغان په خاوره كې ترسره كړي.

  • جنت الفردوس نصیب

    الله پاک دې جنت الفردوس نصیب ګړه

  • د پښتو او پښتونخوا خواخوږى و

    ما به اكثر د لايق زاده لايق په خوله د ډاكتر كبير ستوري صفتونه اورېدل.لايق ما له د هغه څه كتابونه راكړي هم دي. زما خو له هغه سره مخامخ ليدل نه وو شوي، خو دومره راته پته ده، چې په بل وطن كې ناست د پښتو او پښتونخوا خواخوږى و. زه پرون په سوات…

  • د ټول افغان ولس په خاصه توګه د پښتنو

    د ډاكتر كبير ستوري مړينه د ټول افغان ولس په خاصه توګه د پښتنو دپاره يوه نه جبرانېدونكې پېښه بولم او خپل ځان د هغې له كورنۍ سره په دې غم كې شريك ګڼم.

  • د پښتو ژبې يو رښتينى خدمتګار

    خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى د پښتو ژبې يو رښتينى خدمتګار و. زما ورسره څو څو ځله ليدل كتل شوي وو، ډېر حليم، نرم، اخلاقي او خوږ انسان و. ما سره يې د پښتو او پښتونولۍ تار شريك و. زما او د ډاكتر صيب دا رشته شريكه ده. زه په خداى بښلي حتماً ګران ومْ…