ليکنی | Leekaney

ښاغلي ډاكتر كبير ستوري چې كومه سياسي مبارزه كړې او بيا يې په ادبي نړۍ كې د خپل فكر د خورونې لپاره خپل احساسات قلم ته سپارلي دي چې په دغه ليكنو كې د ښاغلي ستوري فن او شخصيت روښانه ښكاري!
لايق زاده لايق –

زار دې شم قـلمه ! د پـښـتـو سـندرې لیکـه 
بیا د پښـتـونـخـوا د سـردرو سندرې لیکـه

زه خپله ټپه په خپل رباب کښې غږول غواړم
ساز په یکه زار او یه قربان شروع کول غواړم
زه قا می وحدت په زور د مینی جوړول غواړم
مـا ته د خـپـل قـام د ننګـیالـو سـندرې لیکه 
زار دې شم قـلمه ! د پـښـتـو سـندرې لیکـه 

زه د ژوندون ناوې خپل کاله ته راوستل غواړم
زه ویده شعور د پـښـتـونـوالـي ویښول غواړم

زه پښتو لیکل، پښتو ویل، پـښتو لوستل غواړم
ما ته د خپل کلي د حجرو سندرې لیکه
زار دې شم قـلمه ! د پـښـتـو سـندرې لیکـه 

زه تا نه قلـــمــه تېره تـوره جـوړول غــواړم
تا ته د خوشال نـیـکه پـټـکی په سرول غواړم
 لاره مې پښتو ده د پښتو پـه لاره تلل غـواړم

سـتـوري تـه د ژونـد د پـسرلو سـندرې لیکـه
زار دې شم قـلمه ! د پـښـتـو سـندرې لیکـه