جنازه او فاتحې

  • د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د جنازی مراسم – جرمني

    Cologne, Germany پښتون سیاستوال او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر ډاکتر کبیر ستوری لدی فانی دونیا څخه د تل له پاره سترګی پټی کړی. انا لله و اناالیه راجعـون کــه زمـــا ســــتــوری پــه قــــبــر چــیــرتــــه راغــلــــی په پــښــتـو راتــــه دوعـــا کــــړه پــــری مــــیـــن یــــم خدای بخلی ډاکـتر کـبیر ستوری د پښتو ژبې منلی شاعـر،…

    د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د جنازی مراسم – جرمني
  • ارواښاد ستوری په کونړ کې خاورو ته وسپارل شو

    Khas Kunar, Afghanistan ستر پښتون، سیاستوال، د پښتنو د قامی وحدت سر لښکر، څېړونکې ، لیکوال، شاعر، او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دروان کال دوری د میاشتی په ۱۷ نېټه د جمعی په ورځ چې ۲۰۰۶ ع کال د اپریل د اوومی نېټی سره سمون خوری د کونړ ولایت…

    ارواښاد ستوری په کونړ کې خاورو ته وسپارل شو
  • په پېښورکې دارواښاد کبيرستوري فاتحه

    Peshawar, Pakistan د ستر پښتون،ملی او سیاسی شخصیت، د پښتنو د قامی وحدت سر لښکر، څېړونکې ، لیکوال، شاعر، او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند د مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه د پېښور په سپين جومات کې ددرنو مراسموپه ترڅ کې واخيستل شوه دفاتحې په مراسموکې چې دسهار په نهوبجوپيل شوي وو. د لرې…

    په پېښورکې دارواښاد کبيرستوري فاتحه
  • په امریکا کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه

    امریکا: په 22.04.2006 نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ د شمالی کلیفورنیا د هایوارډ په ښار کې د هیواد پیاوړی سیاستوال او لیکوال ښاغلی محمدحسن شیرزاد له خوا د اروا ښاد ډاکتر کبیر ستوری په مړینه د قران کریم ختم او فاتحه چې په کلیفور نیا کې ګڼ شمیر او سیدونکو هیوادوالو ، پوهانو…

    په امریکا کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه
  • په کابل کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه

    Kabul, Afghanistan کابل : د هیواد د ملی او منلی شخصیت او د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د مشر او بنسټ ایښودنکې ، د پښتو ژبې در ښتینی پالونکې ، شاعر، لیکوال، ادیب، څېړونکې ، ژورنالست او د پښتون قامی وحدت سرلښکر دساه پوهنی ماهرارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه دروان کال 2006 ع د اپریل د میاشتی…

    په کابل کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه
  • په جرمنی کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه

    Wesseling, Germany جرمنی :د روان 2006 ع کال د اپریل د میاشتی په 29 نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ د مازیګر د 3 بجو څخه تر 5 بجو پوری د المان د ویسیلنګ په ښار کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو او غړو…

    په جرمنی کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه

زه به مختصر دا خبره وکړم چې د کبير ستوري د رڼا پلوشی په یو لوری نه دی، د ژوند په هر لوری کی د هغه د رڼا پلوشی څرګندې دي. ستوری یو منلی صحافي ؤ، یو ډیر لوې مکفر او فلسفي ؤ, ستر نقاد، لیکوال او ادیب ؤ او د ژوند په رموزو پوهه یو کوټلی شاعر ؤ.
خو ددې هر څه نه زیات هغه د ژوند هدف لره او هغه هدف حاصلو ته ئې خپل ژوند ټول وقف کړی ؤ.
کبیر ستوری هغه کلک ستر پښتون ؤ او هغه سیاستمدار ؤ چې هغه د خپل ژوند هدف ټاکلی ؤ او هغې طرف ته د ژوند په هر اړخ باندی پوره ؤ هغه په ً ژوندی خیالونو ً کی وائي :

اوس كه خپل جنت وطن كې بې وطن يم
خـواخــر ددې وطن اصلي څـښـتـن يم
د نـفـاق رنځ راكې ګـډ دى ناتوان يم
كــه يـو ځل په اتفاق شمتــوانـمن يم
د نفاق د رنــځ له درده كه زه روغ شم
بيا مې ګوره چې د خپل وطن واكمن يم
د غاټـول د ګل په بوى كې يم لوى شوى
پـروت د دنګـو دنګـو غـرونو په لمن يم
ســاه مې واخله خـو پښتو رانه وانـخلې
زه پښـتون يم په پښـتو باندې پـتمن يم
كه زمـا ســتوري په قـــبـر چــېرې راشې
په پښـــتو راته دوعـا كـړه پرې مـېن يم

ډیـوه د ذهن بلـه کړه هـدف طرف ته درومـه

هدف چې ژوند کې نه وی ژوندون مړاوی شی وچیږی
 امید د هدف ساه ده پـه امید باندې ژوندی دی

امید د «سـتوري» شـتـه دی چې په پښتون به ازادېږي



نن که ستوری نشته خو د ستوري د پلوشو رڼا هره خوا هم هغسی ځلیږي.
محمد افضل خان –