سل دې ومره خو د سلو سر دې مه مره

غــــم خــــو دا دى چـــې د ســـلــو ســـر د چـــا مـــري .

زه نه پوهېږم، چې د پښتو او پښتنو د اسمان د ستوري د دردناكې او غمناكې مړينې په اړوند خپل ژور خپګان او د غمجن او داغلي زړه تاثرات څنګه، په كومو كليمو او جملو څرګند كړم؟

حقيقت خو دا دى، چې په خپه او غمجن زړه څه ليكل دومره ښه او خواږه نه راځي. زه چې همدا اوس قلم په لاس او ګوتې د څه ليكلو دپاره خوځوم، د غمونو او پرېشانيو په ډك سيند كې مې زړه او دماغ لامبو وهي. درانه او د عزت نه ډك شخصيتونه او پښتانه نوميالي مشران د كبير ستوري د فاتحې په ټغر ناست او د خپل ژور خپګان څرګندونه كوي.

زه (غمشريك خيرخواه) هم د كبير ستوري د مينه والو او انډيوالانو په ډله كې ځان شمېرم. د هغه د شعر د جمال او كمال، هنر او جوهر سره مې كلكه مينه او ملګرتيا ده. ما د هغه سره ډېره ناسته پاسته نه درلوده او حالاتو دغسې شرايط راوستي وو، چې د ستوري نه لرې لرې وګرځم، خو رڼا يې هر چا ته رسېده. هغه ځلېده او بلېده او ډېر ښه ځلېده او بلېده.

ستورى د غېرتي كونړ د يوې ډېرې درنې او عزتمنې كورنۍ مېوه داره ونه ده. ددغه بڼ ونې او نيالګي بېل بېل خوند او مزه لري، چې زه ورته د زړه له تله مينه، احترام او عزت لرم او په دوستۍ يې وياړم. ستوري د زنده جاويد حيث درلود:

زه همدومره وايم :

الله دې وبـــښـي د نـــــنـــګ او د پـــښـــتــو ســـــــتـورى

ستر شخـــصــيــت د قــدر وړ د پــښـــتــــنــو ســــتــورى

زه غمشريك به ئــې په يـــاد بـــانــدې تـــل فـــخـــر كوم

چېرې چې اوســـي د ادب او نــومـــيـــالــــو ســـــتـورى.

اروا يې ښاده، جنتونه يې په نصيب .

محمد هاشم غمشريك “خېرخواه”

د ننګرهار د اطلاعات او كلتور رئيس