-
هغې ته پښتو او پښتونولی
جناب خدای ( ج) بخښلی کبیر جان ستوری ځما د خپلی ترور ځوی دی . خپل شخصیت او علمی اوچت پوړی ته رسیدل ئې خپل کوښښ او زخمت لاس ته راوړی وو . هغې ته پښتو او پښتونولی نه ځانه نژدی بلکه د روح غذا وه. یو وخت کې زه په کابل کې وم ،…
-
د پښتنو د يو كېدلو لپاره ډېرې
د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري مړينه د ټولو پښتنو ډېر غټ زيان ګڼم. محترم ډاكتر صيب د پښتنو د يو كېدلو لپاره ډېرې مبارزې كړي دي او پښتون قوم به د دوى دغه هلوځلو ته د قدر په نظر ګوري او ياد به يې ساتي. شميم شاهد (صحافي) روزنامه دي نېشن
-
پښتونخوا دپاره يو ناقابل تلافي
د مرحوم كبير ستوري مړينه د كله مې پښتونخوا دپاره يو ناقابل تلافي نقصان دى. داسې د ادب، تحقيق او شاعرۍ ستوري په صدو كې د علم په اسمان راښكاره كېږي. پښتو ادب سره او پښتنو سره د هغه مينې راتلونكي نسلونو ته رڼا وركوي .
-
د پښتانه ليكوال په نماېندګۍ
موږ د پښتانه ليكوال هئيت د ارواښاد كبير ستوري پاك روح ته د عقيدت سلام وړاندې كوو
-
كله به هم زموږ له ياده ونه وځې
دا چې ته زموږ په منځ كې نه يې، ولې كله به هم زموږ له ياده ونه وځې.
-
د هیواد د ریښتنی بچی
د روفی کورنۍ د هیواد د ریښتنی بچی ډاکتر کبیر ستوری مړینه د ټولو خپلوانو او دوستانو لپاره لوی ضايعه بولی او د کورنۍ سره ئې ځانونه غم شریک بولی . او د خدای بخښلی لپاره د لوی څښتن تعالی څخه فردوس جنت غواړو.
-
پښتون د تاريخ يو ژوندى باب
زموږ د پښتنو يو لوى ملګرى زموږ نه جدا شو. هغه چې كوم خدمت خپل ملت ته كړى، هغه د پښتون د تاريخ يو ژوندى باب دى.
-
د خپلوانو، دوستانو او وطنوالو لپاره
خداى بښلى ستورى د خپلوانو، دوستانو او وطنوالو لپاره خواخوږى، مهربان او د مينې ډك او پېرزوينو ژوند درلود.
-
په پښتون ولس كې ستا
محترم ماما! خداى دې وكړي، چې په پښتون ولس كې ستا په شان ډېر داسې كسان پيدا شي.
-
چې زه هم د لوى ستوري پشان د پښتنو
زما د ژوند هيله ده، چې زه هم د لوى ستوري پشان د پښتنو دپاره د خدمت جوګه شم. زه د لوى خداىج له دربار څخه د كبير ستوري لپاره د بښنې دوعا كوم . لطف الله ساپى د كابل پوهنتون استاد

