• د افغان نشرتي مركز د خواخوږۍ پېغام

    د افغان نشراتي مركز او د ارادې ورځپاڼې په ډېره خواشينۍ سره خبر ترلاسه كړى، چې د ساه پوهنې ډاكتر، ملي ، سياسي شخصيت، اديب، شاعر، ژورنالست او ليكوال ډاكتر عبدالكبير ستورى د اپريل د مياشتې په څلورمه نېټه چې د ثور د مياشتې له پېنځلسمې نېټې سره سمون خوري، له دې فاني نړۍ څخه…

  • دافغان فرهنګي ټولنى د غمرازۍ څرګندونه

    افغان فرهنګي ټولنه د هېواد د ستر پښتون عالم ارواښاد كبير ستوري پر مړينه خپله ژوره غمرازي ښكاره كوي. ارواښاد ستورى د پښتني نړۍ يو تكړه او روڼ انده هستي وه، چې نه يوازې يې په سياسي ډګر كې خپله مېړانه څرګنده كړې، بلكې د پښتو ادب د پياوړتيا او د پښتنو د بېدارولو او…

  • د مونشن ګلادباخ افغاني کلتوري ټولنې پیغامونه

    په ډیره خوشحالۍ سره مو خبر تر لاسه کړو چې په کونړ کې د مېشتو فرهنګپالو لخوا د هیواد د يو پياوړي او نامتو لیکوال ، ژورنالیست ، سیاستوال په خپل قوم ، ژبې او وطن مین ملي او فرهنګي شخصیت ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري د مړینې د لومړي تلین د لمانځلو په وياړ په…

  • نه يوازې د خپلې كورنۍ لپاره

    خداى بښلى ستورى صاحب نه يوازې د خپلې كورنۍ لپاره، بلكې د ټولو پښتنو او افغانانو لپاره خورا ستره ضايعه ده. زه شخصاً ټولو پښتنو او افغانانو ته او په خاصه توګه د ستوري صاحب شريفې او محترمې كورنۍ ته د زړه لوى صبر غواړم.

  • د ټولو افغانانو لپاره

    د ډاكتر صاحب ستوري مړينه د ټولو افغانانو لپاره يوه لويه ضايع بولم.

  • چې ما پرلپسې ځوروي

    پښتو ژبې او پښتنو له ډېره بده مرغه يو ډېر قدرمن خواخوږى له لاسه وركړ او دا هغه څه دي، چې ما پرلپسې ځوروي

  • د ټولو پښتنو په سر روښانه او ځلېدونكى

    ډاكتر كبير ستورى د ټولو پښتنو په سر روښانه او ځلېدونكى ستورى و او په هر ځاى او په هر چا ځلېدلى و.

  • په پښتون قوم كې دې خداى (ج)

    ګرانه ماما! په پښتون قوم كې دې خداى (ج) داسې نور خلك پيدا كړي، چې ستا ځاى ونيسي.

  • د تل لپاره به د سيد جمال الدين افغان

    د محترم ورور كبير ستوري په شخصيت او خدمتونو څه ليكل څه وخت او ډېرو پاڼو ته ضرورت لري، خو زه به همدومره ووايم، چې د كبير ستوري هغه خدمتونه چې د پښتو ژبې او پښتنو لپاره يې كړي، هېڅكله د هېرولو وړ نه دي او د تل لپاره به د سيد جمال الدين افغان…

  • د كبير ستوري په شان پښتانه

    خداى بښلى ډېر سنر پښتون و، د كبير ستوري په شان پښتانه دې خداى په دې خاوره پيدا كړي، چې له خپلې ژبې او قوم سره مينه وكړي. روح دې يې ښاد وي.