د افغان نشراتي مركز او د ارادې ورځپاڼې په ډېره خواشينۍ سره خبر ترلاسه كړى، چې د ساه پوهنې ډاكتر، ملي ، سياسي شخصيت، اديب، شاعر، ژورنالست او ليكوال ډاكتر عبدالكبير ستورى د اپريل د مياشتې په څلورمه نېټه چې د ثور د مياشتې له پېنځلسمې نېټې سره سمون خوري، له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې. تر هرڅه لومړى د لوى او بښونكي خداى « ج » له دربار څخه ورته جنتونه غواړو او كورنۍ ته يې ډاډګيرنه وړاندې كوو.
ارواښاد ډاكتر كبير ستورى د 1321 كال د وري په اولسمه نېټه د خاص كونړ د تنر په كلي كې زېږېدلى او لومړنۍ زده كړې يې په خاص كونړ كې او ثانوي زده كړې يې د رحمان بابا په لېسه كې سرته رسولي دي. تر لسانس، ماسټرۍ او ډاكټرۍ پورې لوړې زده كړې يې د ساپوهنې په څانګه كې د المان په پوهنتونونو كې سرته رسولي دي. خداى بښلي په اړوند څانګه كې يو شمېر كتابونه ليكلي او ورسره يې د شعر، ادب، سياست او پښتونولۍ په اړوند رسالې او كتابونه هم د هېوادوالو د ادبي او سياسي تندې د ماتولو لپاره وړاندې كړي دي.
خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى په يوې نوماندې كورنۍ كې سترګې غړولې دي او د عمر تر پايه د افغانستان او پښتنو د ملي يووالي او د يو موټي، پرمختللي افغانستان په لاره كې يې زياتې هلې ځلې ترسره كړي دي.
پاتې دې نه وي، چې ارواښاد ستوري د جهاد او مهاجرت په وخت كې د هر راز منډو رامنډو، جرګو او سيمينارونو په جوړولو كې فعاله ونډه اخيستې ده. د ډاكتر كبير ستوري نوم به د ټولو افغانانو په زړونو كې تر ابده ژوندى وي.
روح دې يې ښاد وي