-
نه يوازې د خپلې كورنۍ لپاره
خداى بښلى ستورى صاحب نه يوازې د خپلې كورنۍ لپاره، بلكې د ټولو پښتنو او افغانانو لپاره خورا ستره ضايعه ده. زه شخصاً ټولو پښتنو او افغانانو ته او په خاصه توګه د ستوري صاحب شريفې او محترمې كورنۍ ته د زړه لوى صبر غواړم.
-
د ټولو افغانانو لپاره
د ډاكتر صاحب ستوري مړينه د ټولو افغانانو لپاره يوه لويه ضايع بولم.
-
چې ما پرلپسې ځوروي
پښتو ژبې او پښتنو له ډېره بده مرغه يو ډېر قدرمن خواخوږى له لاسه وركړ او دا هغه څه دي، چې ما پرلپسې ځوروي
-
د ټولو پښتنو په سر روښانه او ځلېدونكى
ډاكتر كبير ستورى د ټولو پښتنو په سر روښانه او ځلېدونكى ستورى و او په هر ځاى او په هر چا ځلېدلى و.
-
په پښتون قوم كې دې خداى (ج)
ګرانه ماما! په پښتون قوم كې دې خداى (ج) داسې نور خلك پيدا كړي، چې ستا ځاى ونيسي.
-
د تل لپاره به د سيد جمال الدين افغان
د محترم ورور كبير ستوري په شخصيت او خدمتونو څه ليكل څه وخت او ډېرو پاڼو ته ضرورت لري، خو زه به همدومره ووايم، چې د كبير ستوري هغه خدمتونه چې د پښتو ژبې او پښتنو لپاره يې كړي، هېڅكله د هېرولو وړ نه دي او د تل لپاره به د سيد جمال الدين افغان…
-
د كبير ستوري په شان پښتانه
خداى بښلى ډېر سنر پښتون و، د كبير ستوري په شان پښتانه دې خداى په دې خاوره پيدا كړي، چې له خپلې ژبې او قوم سره مينه وكړي. روح دې يې ښاد وي.
-
پښتون او په پښتنو مېن شخصيت
زما سره خو داسې الفاظ نشته، چې د پښتون سوسيال ډيموكراټ ګوند د مشر، فلسفي شاعر او ملي شخصيت دوكتور كبير ستوري د مړينې په اړوند خپل تاثرات د قلم په ژبه وليكم. زه چې د مسافرت په نړۍ كې له ده سره ډېر نږدې پاتې شوى يم، دده د سړيتوب په هكله ويل اّسان…
-
اى د افغانستان د غېرت شملې!
زه حېران يم چې څه وليكم؟ خپل زړه څنګه سپك كړم؟ د چا په مرګ څه تاثرات ښكاره كړم؟ زما لپاره زما په ذهن او فكر كې خو ګرانه كبير جانه ته تل ژوندى يې. اى د كونړ د ښكلو درو او دنګو غرونو بې بها لعله! اى د افــغــــانـــســتــان د غــــــېـــــرت شــــــــمـــــــلـــــې! اى په…
-
ډاكتر كبير ستوري له دنيا څخه سترګې پټې كړې
پښتون سياستوال او د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند مشر ډاكتر كبير ستوري له دې نيمګړې دنيا څخه سترګې پټې كړې. كه زما ستوري په قبر چېری راشـی په پښتو راته دعا كړه پرې مـېن يـم. په خواشينۍ او خپګان سره مو واورېده، چې د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر او نوميالى ليكوال ډاكتر كبير…

