دافغان فرهنګي ټولنى د غمرازۍ څرګندونه

افغان فرهنګي ټولنه د هېواد د ستر پښتون عالم ارواښاد كبير ستوري پر مړينه خپله ژوره غمرازي ښكاره كوي.

ارواښاد ستورى د پښتني نړۍ يو تكړه او روڼ انده هستي وه، چې نه يوازې يې په سياسي ډګر كې خپله مېړانه څرګنده كړې، بلكې د پښتو ادب د پياوړتيا او د پښتنو د بېدارولو او پوهولو په لاره كې يې په بې ساري ډول هلې ځلې كړي. ارواښاد د ارواپوهنې په ډګر كې په پښتو ژبه خورا ارزښتمن اثار ټولنې ته پرېښي دي.

افغان فرهنګي ټولنه يې په مړينه غمژنه او ورته د لوى خداى جل جلا له له دربار څخه د مغفرت غوښتنه كوي.

اروا يې ښاده او ياد يې تل اوسه

په درنښت

افغان فرهنګي ټولنه

پېښور_ پښتونخوا