د مونشن ګلادباخ افغاني کلتوري ټولنې پیغامونه

په ډیره خوشحالۍ سره مو خبر تر لاسه کړو چې په کونړ کې د مېشتو فرهنګپالو لخوا د هیواد د يو پياوړي او نامتو لیکوال ، ژورنالیست ، سیاستوال په خپل قوم ، ژبې او وطن مین ملي او فرهنګي شخصیت ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري د مړینې د لومړي تلین د لمانځلو په وياړ په دغه ولایت کې يوه ستره او درنه غونډه راغوښتل شویده . په مونشن ګلاد باخ کې د افغانانو کلتوري ټولنه ستاسې دغه ستر او نيک اقدام ته د قدر په سترګه ګوري او تاسې ټولو په خپل وطن او فرهنګ مینو هيوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي او کور ودانی وائي .

ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری هغه لوړ او سپیڅلی شخصیت ؤ چې د خپل ژوند زیاته برخه ئې د خپل هیواد څخه لیرې خو د خپل هیواد ، خلکو او ژبې په خدمت کې تیره کړیده . دی همیشه خپل ځان د خپلو خلکو او وطن سره ډیر نژدې احساسوه او ټول عمر په دې فکر کې ؤ چې دی به څنګه او څه وخت خپل ویشل شوی او ویجاړ شوی هیواد بیرته يو ځای او ابادو ګوري ، او همدا د هغې د ژوند ډیره لویه ارزو وه چې ددی ارزو د پوره کولو لپاره هغې ډیره اوږده مبارزه او هلې ځلې وکړې ، خو ژوند د هغه سره وفا ونکړه او هغه ئې د خپلو ارمانو سره په نیمه لار کې پرایښود .

دا به زموږ د هیواد ، خلکو او فرهنګ لویه بدمرغی وی چې الله تعالی زموږ څخه زموږ تر ټولو ستر او پوه شخصیتونه تر ټولو لومړی اخلی او زموږ د فرهنګ د بڼ څخه هغه غوړیدلی ګلان چې هغه د ټول بڼ ښکلا وي تر ټولو لومړی خپل دربار ته غوره کوي .

ټول بشریت په دی مظئقین دی چې ټول انسانان او ډیر ستر او سپیڅلی شخصیتونه لدې فانې نړۍ څخه تلونکي دي . يواځني څه چې د هغوی څخه پاتې کیدونکي دي د هغوی نیکې خاطرې ، دهغوی کارنامې ، سپیڅلتوب او د هغوی هغه یادونه چې د هغوی راتلونکي نسلونه پری ویاړي .

د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری یادونه او خاطری زمونږ سره تل پاتې دي . د ارواښاد د درونې کورنۍ ترڅنګ د افغانستان ټولې علمي او فرهنګې کړۍ د هغوی په شخصیت سپیڅلتیا کارنامو او پاتې اثرو ویاړي او د هغې څخه د څه زده کړی تر څنګ د هغوی یاد د تل لپاره د ځان سره ژوندی ساتي .

په مونشن ګلا د باخ کې افغاني کلتوري ټولنه ددې پرتمینې او با ارزښته غونډې د جوړولو په مناسبت کوربه ټولو فرهنګیانو ، د هغوۍ د مشر تابه جرګو او ټولو غړو څخه د زړه له کومي مننه کوي . او دوۍ ته په راتلونکې کې د پوره بریالیتوبونو ارزو کوي .

په ډیر درنښت

په مونشن ګلا دباخ کې افغانې کلتوري ټولنه

د مشر تابه جرګه

[vid=files/videos/KunarGhonda6.flv]

يادښت : دا پیغام د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.

————————————————————————————-

په مونشن ګلادبخ کې د افغاني کلتوري ټولنې پیغام

د لوی او بخښونکی خدای په نام

ددرنو مشرانو، خويندو او د ټولو حاضرینو په اجازه

خوشحاله یو چې نن بیا هم د خپل هیواد څخه لری په جرمنی هیواد کې زمونږ د یو بل ستر پیاوړی او نامتو افغان لیکوال ، شاعر ، ژورنالست ، سیاستوال ، ساپوه په خپل قام، ژبې او وطن مین ملی اوفرهنګی شخصیت ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري د مړینی د لومړی تلین د لمانځلو په ویاړ په یوه درنه او پرتمینه غونډه کې سره راغونډ شوی یو.

په مونشن ګلاډبخ کې د افغاني کلتوري ټولنه د دغې ستری او پرتمینی غونډی جوړونکو اوسمبالونکو دغه نیک اقدام ته د قدر په سترګه ګوری او هغو ټولو په خپل قوم او فرهنګ ژبې مینو لرو او بر افغانانو ته د زړه د کومی مبارکی او کورودانی وایم.

هر هغه قام چې د خپل تاریخی افتخارتو او شخصیتونو او مشرانو یادونه او قدردانی کوی، هغه قوم د ژوندیو قومونو په شمیر کې راځی. چې هیڅکله خپل تاریخی ارزښت او بقا دلاسه نه ورکوی او د تل لپاره ورته د یو ژوندې قوم په سترګه کتل کیږی، چې له نیکه مرغه دغه لوړ ارزښت د لرو او برو افغانانو سره د همیشه لپاره ژوندی پاتی شوی دی.

ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری هغه لوړ او سپیڅلی شخصیت ؤ چې د خپل ژوند زیاته برخه ئې د خپل هیواد او قام څخه لری، خو د خپل هیواد قام او ژبې په خدمت کې تیره کړی ده.

دی همیشه خپل ځان د خپلو خلکو ، قوم او وطن سره ډیر نژدی احساس وه، او ټول عمر په دې فکر کې ؤ چې دې به څنګه او څه وخت خپل ویشل شوی قوم او خپل ویجاړ شوی هیواد بیرته یو ځای او اباد وګوری. هم دا د هغې د ژوند ډیره لویه ارزو وه ،چې د دې ارزو د پوره کولو لپاره هغه ډیره اوږده مبارزه او هلې ځلې وکړی. خو ژوند د هغه سره وفا ونکړه او هغه ئې د خپلو ارمانونو سره په نیمه لار کې پریښود. ټول بشریت په دې متیقین دی چې ټول انسانان او ډیر ستر او سپیڅلی شخصیتونه لدی فانی نړۍ څخه تلوونکی دی.یو اځنی څه چې د هغوې نه پاتی کیدونکی دی د هغوی نیکی خاطری ، د هغوی کارنامی، سپیڅلتوب او د هغوی هغه یادونه چې د هغوې راتلونکی نسلونه پری ویاړی.

د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری یادونه او خاطری زمونږ سره تل پاتی دی.

د ارواښاد د درنی کورنۍ تر څنګ د لر او بر افغان قام ټولې علمی او فرهنګی کړۍ د هغوی په شخصیت ، سپیڅلتیا ، کارنامو او پاتی اثارو ویاړی، او د هغې څخه د څه زده کړ ی تر څنک د هغوی یاد د تل لپاره د ځان سره ژوندی ساتی.

په مونشن ګلاډبخ کې افغاني کلتوري ټولنه د دې پرتمینی او با ارزښته غونډی د جوړولو په مناسبت د دی غونډې سمبالونکو او ټولو هغه دوستانو چې په دې کی برخه اخستی ده، د زړه له کومی مننه او دوی ته مبارکی وائی.

په مونشن ګلادبخ کې افغاني کلتوري ټولنه د ښاغلی ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری درنې کورنۍ. د هغې ډیرو نژدو ملګرو ،خپلوانو اود افغانستان ټولو علمی او فرهنګی ګړیو ته او ددې د سیاسی مبارزی د ډګر ملګرو ته د زړه له کومی تسلیت او صبر غواړی.

د هغه روح ته په دوعا کولو خپل دغه پیغام ختموم دهغه روح دی ښاد وی.

د هغه یادونه دی تل پاتی وی

په ډیر درنښت

حاجی احمد شاه امین

په مونشن ګلادبخ کې د افغاني کلتوري ټولنې مشر

[vid=files/videos/PSDPGhonda19.flv]

يادونه : دا پیغام د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.