• د کونړ ولایت د ځوانانو د اصلاحی ټولنی پیغام

    د لوی او بخښونکی خدای په نوم ډاکتر عبدالکبیر ستوری چې په کونړ ولایت کې د خاص کونړ په ولسولۍ کې زیږیدلی، محترم د ویاړه ډک انسان ؤ او د سپیڅلی ژوند خاوند ؤ، د هر وړوکی سره وړوکی او د هر ځوان سره ځوان ؤ او د همیشه لپاره ئې د وطن فکر کولو…

  • د فرهنګپالې ټولنې د غمشريكۍ پېغام

    په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې نامتو افغان ساپوه، ويناوال، ليكوال او سياستوال دوكتور كبير ستوري په پردېسۍ كې خپله ساه ابدي پردېس استازي ته وسپارله. اروا دې يې ښاده او جنتونه دې يې په برخه وي. ارواښاد كبير ستوري، په وينا او عمل دواړو كې د لوى افغانيت، سياسي خپلواكۍ، ټولنيز…

  • د تل افغان ويب پاڼې د غمرازۍ پېغام

    د تل افغان وېب پاڼې اداره د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د مړينې په وير كې ځان شريكه بولي. ارواښاد ته د جنت الفردوس، نږدې خپلوانو او نورو دوستانو ته يې د غم د زغم د دعا لاسونه پورته كوي. د تل افغان ويب پاڼې مسوْل چلوونكى ډاكتر جمشيد سمون مرستيال او تخنيك چارى نيك…

  • د پښتو عالمي ( نړيوال ) كانګرس پېغام

    د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګی او په دی درنه غونډه کې ګډونکوو او برخه والو درنو خويندو او ورونو ! پدی به ډیر خوښ وای چې پدی پرتمنه غونډه کې د پښتون د هسک ستوری ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د لمړی تلین په یاد جوړه شوی ده ګډون کړی وای ، خو…

  • زما د مسافرۍ ملګرى

    ښاغلى ماما صيب زما د مسافرۍ ملګرى و، ما په ژوند كې تراوسه پورې ډېر پښتانه ليدلي دي، خو د ماما صاحب په شان واقعي پښتون نه وينم او نه مې تراوسه پورې ليدلى دى.

  • سياسي او پښتني فكر

    زما ورور او د سياسي لارې ملګرى همېشه ژوندى دى او ژوندى به وي او د هغه سياسي او پښتني فكر او نظريه به مخ په وړاندې بوځو، چې اروا يې خوشحاله وي.

  • واقعاً د ځلېدونكي ستوري

    ډاكتر كبير ستورى واقعاً د ځلېدونكي ستوري په شان د پښتونخوا په تاريخ كې خپل ځاى پرېښود. پر پښتو مېن او د پاك صادق زړه خاوند و.

  • ته رانه لاړې او موږ دې په دې

    ګرانه كبير ستورى! ته رانه لاړې او موږ دې په دې دنيا كې يوازې پرېښودلو

  • د پښتون ملت د يووالی لپاره

    زما ګران ملګری کبیر ستوری د پښتون ملت د يووالی لپاره نه ستړیکیدونکی صادقانه خدمتونه کړی دی چې زمونږ په زړونو کې به تل پاتی وی . ارواښاد ستوری زمونږ نه ډیر ژر او بی وخته جدا شو اروا دی ښاده وی .

  • دا مرګ د ټولو پښتنو یو لوی

    زه ریاض د خدای بخښلی ډاکتر کبیر ستوری په مرګ ډیر خفه یم د دوی د ټول فامل سره په دی لوی غم کې شریک یم د خدای بخښلی ډاکتر کبیر ستوری دا مرګ د ټولو پښتنو یو لوی تاوان ګڼم