-
!په جرمني كې د ساېنس پوهانود ټولنې پیغام
د پښتونخوا يو ځلانده علمي ستورى ولوېده په جرمني كې د ساېنس پوهانو ټولنه د خداى بښلي ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د ناڅاپي مړينې څخه خبر ترلاسه كړ او له دې كبله د زړه له كومې خپګان او ژوره خواشيني څرګندوي. انا لله و انا اليه راجعون. خداى بښلى ستورى د هېواد يو نوميالى ساينسپوه،…
-
د صداقت او شرافت او اخلاقو نمونه
ډاكتر ستورى د معاصر افغانستان نوميالى مبارز، سپېڅلى انسان، په پښتونولۍ مېن وطنپرست او د صداقت او شرافت او اخلاقو نمونه وه.
-
سوچه پښتون او د يوې خبرې سړى
دوكتور كبير ستورى يو سوچه پښتون او د يوې خبرې سړى و، د هغه ناڅاپه مرګ موږ ټولو پښتنو لپاره يوه غمناكه پېښه ده، چې بدل موندل يې ناممكن دي.
-
زموږ دروند، خوږ او د مينې ډك ورور
خداى بښلى زموږ دروند، خوږ او د مينې ډك ورور مشر او ستر ليكوال، شاعر او پوهاند و. پښتو او پښتنو ته يې نه ستړي كېدونكي خدمتونه كړي دي.
-
موږ (پښتانه) وياړ پرې كوو
هغه څه چې ارواښاد كبير ستوري پرې ايښي دي، موږ (پښتانه) وياړ پرې كوو. ارواښاد ستورى نه يوازې دا چې زموږ په زړونو كې ژوندى دى،بلكې د پښتنو د يووالي په لاره كې به د ارواښاد ستوري ويناوې او اّثار خورا مهم رول لوبوي.
-
د خپل مشر تابه محترم خدای بخښلی
زه فضل محمد سلطانزی خپل د زړه له کومی خواګوی او خفګان د خپل مشر تابه محترم خدای بخښلی کبیر ستوری په نامه وړاندی کوم خدابخښلی محترم ستوری ته د خداوند تعالی څخه جنت غواړم
-
ډېر لوى عالم، پوره ليكوال او وتلى شاعر
څنګه چې د كبير ستوري صاحب د مرګ خبر مې واورېده، خداى حاضر او ناظر دى، چې دومره خپه او متاثر شوم، چې د يو ساعت لپاره مې حواس په ځاى نه و، ځكه ستورى صيب په پښتو او پښتونولۍ مېن شخصيت، ډېر لوى عالم، پوره ليكوال او وتلى شاعر و. خداى حاضر دى د…
-
دده خاطرات به همېشه د كونړ
د كبير ستوري مرګ د كونړ خلكو ته يوه لويه ضايعه ده. دده خاطرات به همېشه د كونړ او په خصوص د تنر كلي د خلكو دپاره همېش جاويدان وي .
-
د هېڅ يوه انسان په سپكاوي خوښ نه و
اى لويه خدايه! هغه چاته چې زما د ادبي، سياسي او ټولنيز ژوند د ليارې ملګرى و، هغه چاته چې خپل ټول ژوند يې د پښتو ژبې او پښتون ولس د چوپړ په ليار كې وقف كړى و، هغه چاته چې يې تل د پښتون ولس يووالى غوښت او هغه چاته چې هېڅكله د هېڅ…
-
دستوری په مرګ ټول پښتانه خپه دي
د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اجمل خټك ويلي دي، چې كبير ستورى په سياسي ډګر كې د لر او بر پښتنو د يووالي دپاره نه ستړي كېدونكې هلې ځلې كړي دده مړينه د پښتون ولس دپاره ستر زيان دى. هغه زياته كړه، چې د نوموړي په مرګ ټول پښتانه خپه دي. هغه يو ملي او…