د افغان ملت ګوند د غمشريكۍ پېغام

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر ارواښاد ډاكتر كبير ستوري بې وخته مړينه د ټولو پښتنو سياسي، ادبي او كلتوري حلقو لپاره ستره ضايعه ده.

ډاكتر صيب يو پوه سياستوال، خوږ ژبى شاعر او مبارز ليكوال و. د دوى ليكنې هم سياسي دي، هم ادبي او هم علمي.

ډاكتر صيب به هرې مهمې ادبي او سياسي غونډې ته له جرمني نه كوزې پښتونخوا ته ځان رارساوه او په خپل ګډون به يې محفل نور هم ښاېسته كاوه، چې دا د دوى د پښتني مينې عكاسي كوي.

د افغانستان ټولنپال ولسواك (افغان ملت) ګوند په دې ماتم كې ځان شريك بولي. خداى دې ډاكتر صيب ته جنتونه او د دوى كورنۍ ته صبر جميل وركړي.

په درناوي

انجنير اجمل شمس

د افغانستان ټولنپال ولسواك

(افغان ملت) ګوند مشر