ډېر لوى عالم، پوره ليكوال او وتلى شاعر

څنګه چې د كبير ستوري صاحب د مرګ خبر مې واورېده، خداى حاضر او ناظر دى، چې دومره خپه او متاثر شوم، چې د يو ساعت لپاره مې حواس په ځاى نه و، ځكه ستورى صيب په پښتو او پښتونولۍ مېن شخصيت، ډېر لوى عالم، پوره ليكوال او وتلى شاعر و. خداى حاضر دى د ډېر وخت نه دا ما پېژانده، ډېر اخلاقي، د مجلس اروا او د ښې خولې او سليقې خاوند و. ډېر نرم، حليم او باوقار شخصيت و او د داسې صفاتو او اوصافو خاوند و، چې يو كتاب بايد پرې وليكل شي، خو زه د قلم ژبه رالنډوم او ده ته د لايزال خالق نه بښنه، مغفرت او بهترين جنت غواړم.”

عبداللطيف ګردېوال

د علم او پوهنې پخوانى خدمتګار