د ډاكتر كبير ستوري او قمر زمان طاېزي په مړينه

د پښتو ژبې دوه مشران، شاعران، اديبان او ليكوالان د لرې پښتونخوا قمر زمان طاېزى او د برې پښتونخوا ډاكتر كبير ستورى يو بل پسې د يوې ورځې په دمه په حق ورسېدل.

د پښتو ژبې، ادب او تاريخ دپاره ددې دواړو شخصياتو هلې ځلې د هېچا نه پټې نه دي او د دوى مړينه يقيناً چې د پښتو ادب، ژبې او تاريخ په حواله پښتون قوم ته يو دروند زيان دى، خو ولې مرګ يو داسې اټل حقيقت دى، چې هېڅوك ترې انكار نه شي كولاى او په حيث د مسلمانانو زموږ دا باور دى، چې هر ذي نفس به د مرګ پياله نوش كوي.

موږ دعا كوو، چې الله تعالى دې دواړو مرحومينو ته د خپل رحمت په غېږه كې ځاى او پسمانده ګانو ته دې ددې درنو صدمو برداشت وركړي.