د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنې پیغامونه

په خوښۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کونړ میشتو فرهنګیانو په نوښت او همت د پښتنو د ملی مبارز او منلی سړیتوب ( شخصیت ) ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د لومړی تلین په یاد علمی او ادبی غونډه جوړيږی .

ارواښاد ستوری نه يوازی يو سیاسی او ولسی شخصیت وو بلکه د پښتو ژبی خوږمن شاعر ، لیکوال، ادیب ، څیړونکی او ژورنالست وو چې پدغه برخو کې ډیره درنه پانګه پخپلی ژبی او ولس لورولی ده ، مونږ پداسی حال کې د ارواښاد ستوری روح ته دوعا موو او د هغه نه هيریدونکو ، لوړو او تلپاتی خدمتونو چې خپل ولس او ژبی ته ئې کړی ستاینه او قدردانی کوو ، او تاسی کونړ میشتو فرهنګیانو ته ددغه نیک قدم مبارکی وايو او د لوی څښتن څخه درته په داسی علمی او فرهنګی کارونو کې د بری دوعا کوو .

تاسو ته پدغه ستره لاره کې د لابریاوو په هيله .

په درنښت

د کونړ د ځوانانوږ کولتوری ټولنه کولن ــ جرمنی

(د کار ډله)


[vid=files/videos/KunarGhonda7.flv]

يادښت : دا پیغام د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.

————————————————————————————-

د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنې پیغام

د ډیرو درنو مشرانو پتمنو خویندو اودرنو میلمنو په اجازه !

لومړی ستاسی راتګ ته ښه راغلاست وایم او بیا غواړم چې د جرمنی هیواد د کولن د ښار «د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنې» په استازیتوب د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د مړینی د لومړی تلین د لمانځنی په مراسمو کې د هغه دروند شخصیت پاک روح ته دوعا، کورنۍ ته ئې تسلیت مراتب او د لوی خدای (ج) د پاک دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه وکړم . الله تعالی دی وبخښی

درنودوستانو !

رښتیا تاریخ خپل ملی، ټولنیز، سیاسی او ادبی شخصیتونه کله هم نه دی هیر کړی. د شخصیتونو رول په تاریخ کې ټاکونکې او د ټولنی په پرمختګ کې تعینونکی وی. د همدی امله د دوی کارنامی او کړنی د تاریخ حافظی ته سپارل کیږی چې بیا د تل لپاره په زرینو پاڼو کې ثبت پاتی کیږی اوقامونه د خپل انسانی قضاوت له مخی د دغسی شخصیتونو د نوم د ژوندی ساتلو په خاطر غونډی سمینارونه او کانفرانسونه جوړوی او د هغوی یادونه پری تازه کوی هم دا ا وسنی پرتمینه غونډه زمونږ دادعا ښه ثبوت ګڼل کیدای شی .

خدای بخښلی ډاکتر کبیر ستوری زمونږ د ګران هیواد افغانستان ستوری او په خاص ډول د ښکلی کونړ ځلانده ستوری ؤ. په وطن ، پښتو او پښتونولی مین انسان او په خبرو اترو کې ډیر صمیمی، ارام، د ښی حوصلی او د ښه منطق خاوند ؤ. په سیاسی او ټولنیزو بحثونه کې به هیڅکله هم نه احساساتی کیدو او تل به ئې په طبعی ډول د خلکو سره راشه درشه او ناسته پاسته کوله. په خپل ښه خوی او ښه اخلاقو ئې د خلکو او دوستانو په منځ کې د مینی او احترام کچه لا زیاته ده او په همدی احساس دغه د افغانستان او بیا دکونړ افتخار د خلکو په زړونو کې د یو دروند مشر په حیث ځای درلود. نوموړی د ډیر مودی راهیسی د ګران هیواد څخه د باندی په پردیسۍ کې ژوند کاوه. خو د وطن او وطن والو سره د مینی روحیه ورسره د بل هر چا په پرتله زیاته وه، او زیاتیدله.

ارواښاد ډاکتر ستوری صیب د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند موسس او مشر ؤ. ده د خپل ګوند د هدفونو او موخو د تطبیق په غرض د لوی پښتونخوا د قومونو او ولسونو یووالی غوښت، چې په دی لار کې نه ستړی کیدونکی هڅی او اند یی د قدر وړ دی.

همدارنګه په لیکونو او غوښتونو کې یی د پښتو او پښتونولۍ ستاینه کړی ده د پښتون قام د ازادئ د بشپړی خپلواکۍ او په پښتو ژبه د لیک لوست ښوونه او روزنه او لوړ تحصیلات دده لوی ارمان ؤ.

مونږ په کولن ښار کې د کونړ د ځوانانو د کلتوری ټولنې غړی، ځانونه د دی ستر مشر د ارمانونو او پاکی لاری لاروی بولو او تل به د دغه حقه حقوقو دلاس ته راوړلو په خاطر خپلو هلو ځلو ته په نه ستړیکیدونکی توګه ادامه ورکوو، او د کونړ د مور په غیږ کی رالوی شوی ستوری د افغانستان او په تیره بیا د کونړیانو ویاړ ګڼو .

درنو دوستانو!

غواړم د دی فرصت نه په ګټه اخستنه د جرمنی د ښار د کونړ د ځوانانو د کولن د کلتوری ټولنی جوړښت د ضرورت په باب ستاسو حاضرینو ته لنډ معلومات درکړم:

نوموړی ټولنه د کولن د ښار د ځوانانو په نوښت جوړه او د ډیری لنډی مودی راهیسی په کار پیل کړی دی. ټولنه په مجموعه کې د عمومی نظریاتو د راټولو ورسته د مېشته کونړیانو په مطلق اکثریت جوړه شوی او هوډ ئې کړی څو دلته او هلته اوسیدونکی کونړیانو ته په پوره صداقت او ایمانداری کار وکړی. ډیری موخی او اهداف ئې مخی ته پراته دی. په لومړی قدم کې غواړی خپلو ځوانانو ته په خپله مورنۍ پښتو ژبه لیک اولوست زده کړی او د دی تر څنګ یی اسلامی تعلیماتو سره اشنا کړی. د دی لپاره د کولن د ښار په مختلفو سیمو کې د کورسونو د جوړولو کار پیل شوی او نشاالله ډیر زر به پراختیا و مومی.

که خدای کول د کونړ ولایت ځوانانو ته به هم هلته ددی ټولنې مادې مرستی د امکان په صورت کې ورسیږی او د هغو کار او هلې ځلی به د مادی پلوه دغه ټولنه سپورټ کوی.

د ځوانانو سره به دغه ټولنه روزنیز سمینارنواوغونډی جوړوی. ملی او مذهبی ورځی به لمانځی.د عالمانو ، پوهانو ،شاعرانو او په مجموعه کې د کونړ د فرهنګی او ادبی شخصیتونو ستاینه او لمانځنه به کوی او د ټولو فرهنګی او کلتوری ټولنو سره په مشترک ډول کار او کړنې کوی او داسی نور …

په لنډ ډول وئیلی شم د ټولنې جوړیدل یو مغرم ضرورت ؤ او په دی لار کې د ټولو دوستانو سلیمو لارښونو ته سترګی په لار یو.

د لوی خدای ( ج) څخه په دغه مقدس او سپیڅلی دنده کې د بریالتوب غوښتونکی یو

ستاسو د توجونه ډیره مننه

سیدرحیم یوسفی

د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنې په استازیتوب

[vid=files/videos/PSDPGhonda18.flv]

يادونه : دا پیغام د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.

————————————————————————————-

د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنې پیغام

په جرمنی کی د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه په پیښور کی د افغان ادبـی ټولنی ددغه کړنی چی د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په یاد غونډه جوړوۍ ستاینه ، قدردانی او درناوی کوی.

او دغه راز هیله کوی چی ستاسی په شان نوری کولتوری ټولنی او ادبـی کړۍ هم پدغه څیر د خپلو نوموړو مشرانو، خادمانو او مخلصانو درناوی او یاد ددغه شان درنو غونډو او سمینارونو په جوړولو سره تل تازه وساتی.

د کونړ د ځوانانوکولتوری ټولنه ددی درنی غونډی د جوړولو له امله تاسی ته مبارکی وايی او د لوی څښتن څخه درته په داسی پوهنیزو او کولتوری کارونو کې د بری دوعا کوی .

تاسو ته پدغه ستره لاره کې د لابریاوو په هيله .

په درنښت

د کونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنی

د کار ډله


يادونه : دا پیغام د 2008ع کال د مئ د مياشتی په دریويشتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په يادغونډه كې، چې د افغان ادبي ټولنې لخوا په پيښور د بورډ دزيارت دتم ځاى دپي سي ايس په كالج كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.