-
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ (PMAP) پيغام
محترم خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى د تاريخي افغانستان يو وتلى سياسي مبارز و ، چې نه يواځې په اّزاد افغانستان كې، بلكې په محكوم افغان وطن كې هم په سياسي مبارزينو كې يو ډېر محبوبيت لرونكى قومي ولسي مشر و. خداى بښلى ډاكتر صيب د لر او بر افغان ملت د ملي وحدت پلوى…
-
پښتنو او پښتو ژبې ته
د ستوري صاحب مړينه پښتنو او پښتو ژبې ته نه پوره كېدونكې ضايعه ده.
-
د پښتنو لپاره لويه ضايع
د ډاكتر كبير ستوري بې وخته او ناڅاپي مړينه د پښتنو لپاره لويه ضايع ده.
-
د پښتنو ستر لارښود او سياستوال
زموږ ګران مشر او د پښتنو ستر لارښود او سياستوال ډاكتر صاحب ستورى! ستاسې تشه به موږ د همېشه لپاره احساسوو. كوښښ به كوو، چې ستاسې د ارمانونو لپاره هلې ځلې وكړو او ستاسې لاره به تعقيبوو. تاسې زموږ لپاره او د ټول افغان ولس لپاره ژوندي ياست او زموږ د روڼ اندو لارښود ياست.
-
په رښتيا سره ټولو پښتنو ته
د ډاكتر ستوري ناڅاپي مړينه په رښتيا سره ټولو پښتنو ته يوه لويه ضايعه ده.
-
زموږ لوى مشر د پښتنو دروند
زموږ لوى مشر د پښتنو دروند شخصيت له دې دنيا څخه لاړ، موږ ټول يې ځانته پرېښودو. ډاكتر ستورى د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند بنسټ ايښودونكى او د مرګ تر ورځې ددې ګوند مشر و. د پښتنو د يووالي او اّزادۍ لپاره يې ډېر ستر خدمتونه كړي دي.
-
تلپاتي، نه هېرېدونكي او ستر خدمتونه
د ماما صيب كومه مينه، چې له پښتو ژبې سره وه، واقعاً بې انتها وه. خداى دې د هر پښتون په زړه كې داسې مينه واچوي. پښتو ژبې ته يې تلپاتي، نه هېرېدونكي او ستر خدمتونه كړي دي.
-
د پښتون قامي وحدت
د پښتنو د اسمان ځلانده ستورى ډوب شو. الله تعالى دې موږ ته د هغه مشن “د پښتون قامي وحدت” د حاصلولو توفيق راكړي. الله تعالى نه به د هغه د ارمانونو دنيا د اّبادولو دعا كوو. .
-
نن د هغو افسوس ناك مرګ دعا له راغلم
ماته نن ډېر افسوس دى، چې د كوم لوى انسان او سترې هستۍ د زوى د واده په ښادۍ كې زه دلته راغلى وم، نن د هغو افسوس ناك مرګ دعا له راغلم. ډاكتر كبير صاحب يو پښتون مزاج انسان و، ډېر خوږ دوست او ښه ورور و. ډېر لوى شاعر او ستر اديب و،…
-
سل دې ومره خو د سلو سر دې مه مره
غــــم خــــو دا دى چـــې د ســـلــو ســـر د چـــا مـــري . زه نه پوهېږم، چې د پښتو او پښتنو د اسمان د ستوري د دردناكې او غمناكې مړينې په اړوند خپل ژور خپګان او د غمجن او داغلي زړه تاثرات څنګه، په كومو كليمو او جملو څرګند كړم؟ حقيقت خو دا دى، چې په…

