-
د خپل مشر تابه محترم خدای بخښلی
زه فضل محمد سلطانزی خپل د زړه له کومی خواګوی او خفګان د خپل مشر تابه محترم خدای بخښلی کبیر ستوری په نامه وړاندی کوم خدابخښلی محترم ستوری ته د خداوند تعالی څخه جنت غواړم
-
ډېر لوى عالم، پوره ليكوال او وتلى شاعر
څنګه چې د كبير ستوري صاحب د مرګ خبر مې واورېده، خداى حاضر او ناظر دى، چې دومره خپه او متاثر شوم، چې د يو ساعت لپاره مې حواس په ځاى نه و، ځكه ستورى صيب په پښتو او پښتونولۍ مېن شخصيت، ډېر لوى عالم، پوره ليكوال او وتلى شاعر و. خداى حاضر دى د…
-
دده خاطرات به همېشه د كونړ
د كبير ستوري مرګ د كونړ خلكو ته يوه لويه ضايعه ده. دده خاطرات به همېشه د كونړ او په خصوص د تنر كلي د خلكو دپاره همېش جاويدان وي .
-
د هېڅ يوه انسان په سپكاوي خوښ نه و
اى لويه خدايه! هغه چاته چې زما د ادبي، سياسي او ټولنيز ژوند د ليارې ملګرى و، هغه چاته چې خپل ټول ژوند يې د پښتو ژبې او پښتون ولس د چوپړ په ليار كې وقف كړى و، هغه چاته چې يې تل د پښتون ولس يووالى غوښت او هغه چاته چې هېڅكله د هېڅ…
-
دستوری په مرګ ټول پښتانه خپه دي
د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اجمل خټك ويلي دي، چې كبير ستورى په سياسي ډګر كې د لر او بر پښتنو د يووالي دپاره نه ستړي كېدونكې هلې ځلې كړي دده مړينه د پښتون ولس دپاره ستر زيان دى. هغه زياته كړه، چې د نوموړي په مرګ ټول پښتانه خپه دي. هغه يو ملي او…
-
د واك فونډېشن د غمرازۍ پېغام
د پښتانه ليكوال، څېړونكي او سياستوال ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د مړينې له كبله هغه ارواښاد ته د لوى خداى له درباره جنتونه او د هغوى كورنۍ او ملګرو ته د زړه صبر غواړم. انجنير محمد انعام واك د واك فونډېشن مشر ناروې
-
د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري درنې كورنۍ ته!
موږ د ډاكتر كبير ستوري ناڅاپي مړينې ډېر خواشيني او ويرژلي كړو. هغه خپله ټوله ځواني د لر بر تس نس پښتون / افغان د پېوستون له ستر ارمانه ځار كړه او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ ترې لاس پر سر نه شو ګوندې ترې راپاتې ستوري يې هغه نيمګړى پاتې ملي انساني ارمان له…
-
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پیغامونه
د کونړ میشته فرهنګیانو ته د مینی او اخلاص نه ډک سلامونه او درناوی . د خوشحالۍ ځای دی چې د کونړ میشته فرهنګیان د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په یاد د تلین نمانځنه کوی ، او د خپل قام د ملی اتلانو یاد تل تازه ساتی . د ۲۱ پيړۍ په پیلامه کې د…
-
يو سپېڅلى او ملي شخصيت
ډاكتر كبير ستورى يو سپېڅلى او ملي شخصيت و. نوموړى نه يوازې د كونړ، بلكې د ټول افغانستان په سطحه يو پېژندل شوى شخصيت و.
-
انساني هدف به ترسره شي
هيله من يم، چې په پښتو ژبې مېن ډاكتر كبير ستوري انساني هدف به ترسره شي.

