د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ (PMAP) پيغام

محترم خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى د تاريخي افغانستان يو وتلى سياسي مبارز و ، چې نه يواځې په اّزاد افغانستان كې، بلكې په محكوم افغان وطن كې هم په سياسي مبارزينو كې يو ډېر محبوبيت لرونكى قومي ولسي مشر و. خداى بښلى ډاكتر صيب د لر او بر افغان ملت د ملي وحدت پلوى او ددغه لوى مقصد لپاره يې مبارزه كوله. “پښتونخوا ملي عوامي پارټي (PMAP)” او ددې مشرتابه د ډاكتر كبير ستوري مبارزې ته د قدر په نظر ګوري.

د خداى بښلي ډاكتر كبير ستوري ارمان لا پوره شوى نه دى. هغه ته د عقيدت د پېرزوينو وړاندې كولو د ټولو نه ښه طريقه به دا وي، چې د هغه نيمګړي ارمانونه يعنې د افغان وطن د ملي وحدت، ارضي تماميت او ملي استقلال ښه په كلكه دفاع وكړى شي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محترم محمود خان اڅكزي او نورو مشرانو له خوا د ډاكتر كبير ستوري د كورنۍ او د پښتون سوشل ډيموكريټك پارټۍ ټولو ملګرو سره په دغه لوى غم كې يو برابر شريك يو .

محمود خان اڅكزى

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ چيرمين

ارباب مجيب الرحمن

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مركزي معاون سكرټري