• د هیواد د ریښتنی بچی

    د روفی کورنۍ د هیواد د ریښتنی بچی ډاکتر کبیر ستوری مړینه د ټولو خپلوانو او دوستانو لپاره لوی ضايعه بولی او د کورنۍ سره ئې ځانونه غم شریک بولی . او د خدای بخښلی لپاره د لوی څښتن تعالی څخه فردوس جنت غواړو.

  • پښتون د تاريخ يو ژوندى باب

    زموږ د پښتنو يو لوى ملګرى زموږ نه جدا شو. هغه چې كوم خدمت خپل ملت ته كړى، هغه د پښتون د تاريخ يو ژوندى باب دى.

  • د خپلوانو، دوستانو او وطنوالو لپاره

    خداى بښلى ستورى د خپلوانو، دوستانو او وطنوالو لپاره خواخوږى، مهربان او د مينې ډك او پېرزوينو ژوند درلود.

  • په پښتون ولس كې ستا

    محترم ماما! خداى دې وكړي، چې په پښتون ولس كې ستا په شان ډېر داسې كسان پيدا شي.

  • چې زه هم د لوى ستوري پشان د پښتنو

    زما د ژوند هيله ده، چې زه هم د لوى ستوري پشان د پښتنو دپاره د خدمت جوګه شم. زه د لوى خداىج له دربار څخه د كبير ستوري لپاره د بښنې دوعا كوم . لطف الله ساپى د كابل پوهنتون استاد

  • د پښتو ژبې، ادب، ثقافت

    د ډاكتر كبير ستوري د حق رسېدو په خبر يوازې زه نه، بلكې ټول پښتانه ډېر زيات خپه دي. خداى بښلى چې د پښتو ژبې، ادب، ثقافت او پښتون ولس د يووالي دپاره كومې هلې ځلې او قلمي ستړيا ګاللې ده، هغه به تر قيامته ټول پښتون ملت ياد ساتي.

  • په مشخصه توګه پښتنو او كونړ

    د كبير ستوري مړينه د افغانستان او په مشخصه توګه پښتنو او كونړ لپاره لويه ضايعه ده .

  • د پښتو د اسمان ستورى اخر پرېوتو

    د پښتو د اسمان ستورى اخر پرېوتو، خو چې كله ورځ شي نو ستوري پرېوځي او چې كله هم تورتم راشي، ستوري بيا ځلېږي، بيا پړقېږي. ډاكتر كبير ستورى د پښتو په هغه نامتو شاعرانو كې شامل دى، د چا په كلام كې چې له هرې ډډې قامولي، پښتونولي او غېرت ورننوتى و. په عشقيه…

  • ستا د لارې مقتديان يو

    موږ به ټول ستا په لار روان يو او ستا د لارې مقتديان يو.

  • د پښتو د اسمان انګړ

    د پښتو د اسمان انګړ د كبير ستوري په مړينه خالي شو. هغه پښتني پښتون زموږ له څنګه لاړ.