د پښتو او پښتونخوا خواخوږى و

ما به اكثر د لايق زاده لايق په خوله د ډاكتر كبير ستوري صفتونه اورېدل.لايق ما له د هغه څه كتابونه راكړي هم دي. زما خو له هغه سره مخامخ ليدل نه وو شوي، خو دومره راته پته ده، چې په بل وطن كې ناست د پښتو او پښتونخوا خواخوږى و. زه پرون په سوات كې د اخبار په ذريعه د هغه د ناګهاني مرګ نه خبر شوم او دا دى پېښور ته راورسېدم. الله دې وكړي چې د ستوري قبر د ستوري په شان په هغه روښانه شي او پسمانده ګانو ته دې خداى د زړه صبر وركړي. اّمين ډګروال