ډوکتور کبير ستوری د افغانستان نوميالی ، سياسی او فرهنګی شخصيت وو. دده شخصی ژوند او له نورو فرهنګی کسانو سره دده روابط د ډيری مننی او درناوی وړ دی.
دی په پښتنو کې يوازينی سړی و چې په سايکالوجی کې ئې لوړ تحصيلات درلودل. په پښتو ژبه ئې په ارواپوهنه کې ډير کتابونه وليکل چې د پښتو سيالی ئې له ګاونډيو ژبو سره برابره کړه.
دده غمجنه مړينه ستره ضايعه ده الله تعالی دی هغه وبخښی. د علم، پوهی او فرهنګ ډيوه دی د ارواښادستوری په کورنۍ کې تل روښانه وی.
سرمحقق زلمي هېوادمل
د افغانستان د اسلامی جمهوريت
د ولسمشر د کولتوری ( فرهنکی) چارو مشاور وزير