د پښتو ژبې يو رښتينى خدمتګار

خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى د پښتو ژبې يو رښتينى خدمتګار و. زما ورسره څو څو ځله ليدل كتل شوي وو، ډېر حليم، نرم، اخلاقي او خوږ انسان و. ما سره يې د پښتو او پښتونولۍ تار شريك و. زما او د ډاكتر صيب دا رشته شريكه ده. زه په خداى بښلي حتماً ګران ومْ ځكه چې دى په ما ډېر ګران و.

له لوى خداى نه ورته د بښنې او مغفرت دعا كوم .