• د ادب او سياست لپاره

    ارواښاد ستورى د افغاني ټولنې او د هغه د ادب او سياست لپاره يوه لويه او روښانه څېره وه.

  • زما د 28 كالو ملګرى دوست

    ډاكتر كبير ستورى زما د 28 كالو ملګرى دوست و. ډېرې خوږې شپې او ورځې مو سره تېرې كړي دي.

  • محترم مرحوم کبیر ستوری ته دی

    محترم مرحوم کبیر ستوری ته دی خدای (ج) جنتونه په برخه کړی او کورنۍ ته ئې دی خدای پاک د زړه صبر او عظیم په برخه کړی .

  • دا زمونږ ګډه شتمني وه

    نه پوهیږم د سیمې د لوی سیاسی ټولنیز شخصیت ډاکتر کبیری ستوری چې شاعر هم وو او الیکوال هم په پښتو مین هم و او په افغانستان هم د ناڅاپي سړینی د خواږۍ مراتب له کومه ځایه شروع کړم . له هغه ځایه چې دده ارام خوی او خاصیت چې په هره غونډه او سیمینار…

  • وطن پالونكى سپېڅلى شخصيت

    مرحوم كبير جان ستورى د ډېر لوړ شخصيت لرونكى عالم و. هغه په اسلام مېن او وطن پالونكى سپېڅلى شخصيت درلود. په رښتيا چې موږ ټول كونړوال د ښاغلي ستوري په مړينه ډېر خپه يو، ځكه يو روښانه او علمي ستورى ولوېد.

  • د ټولې كورنۍ او ټولو پښتنو

    د ډاكتر كبير ستوري مړينه زموږ د ټولې كورنۍ او ټولو پښتنو لپاره يوه لويه ضايعه ده.

  • په حقيقت كې يو ځلنده ستورى

    ستورى په حقيقت كې يو ځلنده ستورى و مرګ يو حقيقت دى د هېچا خلاصى ترې نشته موږه به دا وايو چې ايمان دې خداى نصيب كړه دلته نه د ډېرو ارمانونو سره لاړې هلته د جنت حورې غلمان دې خداى نصيب كړه محترم ډاكتر كبير ستورى په حقيقت كې يو ځلنده ستورى و. داسې…

  • ډېر لوى عالم، شاعر او مخلص قام پرست

    نن په پېنځلسم (15) اپريل په سپين جومات پېښور كې موږ د خداى بښلي كبير ستوري لاسنيوي (دعا) ته ناست يو. مرحوم ډېر لوى عالم، شاعر، اديب، مصنف او مخلص قام پرست و. د هغوى ارمان و، چې د هغه په ژوند كې د هغه تقسيم شوى پښتون قام خپل قامي وحدت ترلاسه كړي، خو…

  • په پښتو مېن شخصيت

    خداى بښلى ستورى ډېر پاك او په پښتو مېن شخصيت و.

  • د ژبې او قومي يووالي نوميالى مشر

    ارواښاد ستورى زموږ د ژبې او قومي يووالي نوميالى مشر و او د لوړې پوړۍ عالم و. دده ځاى همېشه زموږ په زړونو كې دى