-
د انسانيت او شرافت غوره نمونه
ډاكتر كبير ستورى د انسانيت او شرافت غوره نمونه وه او د پښتون/افغان ولس لپاره د ټولنيزې ولسواكۍ ټينګ غوښتونكى و. د هغه ارمانونه دې خداى د پښتون/افغان په خاوره كې ترسره كړي.
-
جنت الفردوس نصیب
الله پاک دې جنت الفردوس نصیب ګړه
-
د پښتو او پښتونخوا خواخوږى و
ما به اكثر د لايق زاده لايق په خوله د ډاكتر كبير ستوري صفتونه اورېدل.لايق ما له د هغه څه كتابونه راكړي هم دي. زما خو له هغه سره مخامخ ليدل نه وو شوي، خو دومره راته پته ده، چې په بل وطن كې ناست د پښتو او پښتونخوا خواخوږى و. زه پرون په سوات…
-
د ټول افغان ولس په خاصه توګه د پښتنو
د ډاكتر كبير ستوري مړينه د ټول افغان ولس په خاصه توګه د پښتنو دپاره يوه نه جبرانېدونكې پېښه بولم او خپل ځان د هغې له كورنۍ سره په دې غم كې شريك ګڼم.
-
د پښتو ژبې يو رښتينى خدمتګار
خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى د پښتو ژبې يو رښتينى خدمتګار و. زما ورسره څو څو ځله ليدل كتل شوي وو، ډېر حليم، نرم، اخلاقي او خوږ انسان و. ما سره يې د پښتو او پښتونولۍ تار شريك و. زما او د ډاكتر صيب دا رشته شريكه ده. زه په خداى بښلي حتماً ګران ومْ…
-
پښتو سيالی ئې له ګاونډيو ژبو سره برابره کړه
ډوکتور کبير ستوری د افغانستان نوميالی ، سياسی او فرهنګی شخصيت وو. دده شخصی ژوند او له نورو فرهنګی کسانو سره دده روابط د ډيری مننی او درناوی وړ دی. دی په پښتنو کې يوازينی سړی و چې په سايکالوجی کې ئې لوړ تحصيلات درلودل. په پښتو ژبه ئې په ارواپوهنه کې ډير کتابونه وليکل…
-
د صداقت او شرافت او اخلاقو نمونه
ډاكتر ستورى د معاصر افغانستان نوميالى مبارز، سپېڅلى انسان، په پښتونولۍ مېن وطنپرست او د صداقت او شرافت او اخلاقو نمونه وه.
-
سوچه پښتون او د يوې خبرې سړى
دوكتور كبير ستورى يو سوچه پښتون او د يوې خبرې سړى و، د هغه ناڅاپه مرګ موږ ټولو پښتنو لپاره يوه غمناكه پېښه ده، چې بدل موندل يې ناممكن دي.
-
زموږ دروند، خوږ او د مينې ډك ورور
خداى بښلى زموږ دروند، خوږ او د مينې ډك ورور مشر او ستر ليكوال، شاعر او پوهاند و. پښتو او پښتنو ته يې نه ستړي كېدونكي خدمتونه كړي دي.
-
موږ (پښتانه) وياړ پرې كوو
هغه څه چې ارواښاد كبير ستوري پرې ايښي دي، موږ (پښتانه) وياړ پرې كوو. ارواښاد ستورى نه يوازې دا چې زموږ په زړونو كې ژوندى دى،بلكې د پښتنو د يووالي په لاره كې به د ارواښاد ستوري ويناوې او اّثار خورا مهم رول لوبوي.

