ددې پښتو ژبې دپاره به دده فعاليتونه تل

دوه خبرې په پښتنو كې ډېرې مشهورې دي او دغه دواړه خبرې د پښتنو د ژوند معيار او د سړيتوب معيار جوړوي يا ټاكي. يوه خبره دا چې خلك وايي “سل دې ومره، يو دې مه مره” او دويمه دا چې “په خوړ كې هر كاڼى سپر نه وي”.

محترم ډاكتر كبير ستورى په دې دواړو خبرو پوره ختلى و. دويمه خبره دا ده چې په پښتنو كې هر سړى د رايې خاوند نه وي، دده لوى والى دا و چې دى د رايې خاوند و او ددې قام، ددې خاورې، ددې پښتو ژبې دپاره به دده فعاليتونه تل خلك يادوي او دده د جذبو، كار او عمل تسلسل به روان وي .