-
ته رانه لاړې او موږ دې په دې
ګرانه كبير ستورى! ته رانه لاړې او موږ دې په دې دنيا كې يوازې پرېښودلو
-
د پښتون ملت د يووالی لپاره
زما ګران ملګری کبیر ستوری د پښتون ملت د يووالی لپاره نه ستړیکیدونکی صادقانه خدمتونه کړی دی چې زمونږ په زړونو کې به تل پاتی وی . ارواښاد ستوری زمونږ نه ډیر ژر او بی وخته جدا شو اروا دی ښاده وی .
-
دا مرګ د ټولو پښتنو یو لوی
زه ریاض د خدای بخښلی ډاکتر کبیر ستوری په مرګ ډیر خفه یم د دوی د ټول فامل سره په دی لوی غم کې شریک یم د خدای بخښلی ډاکتر کبیر ستوری دا مرګ د ټولو پښتنو یو لوی تاوان ګڼم
-
ستورى ډېر لوړ ادبي شخصيت و
ارواښاد عبدالكبير ستورى ډېر لوړ ادبي شخصيت و، د پښتو ژبې او ادب په برخه كې يې نه هېرېدونكي خدمتونه سرته رسولي دي. دده مړينه پښتو او پښتنو ته نه جبران كوونكې ضايعه ده. لوى څښتن تعالى دې نوموړى مرحوم وبښي او د دوى ورثې ته دې خداى صبر، حوصله او زغم په برخه كړي.…
-
د چـــا مرګ د ټول ولس دپــــاره مـــرګ وي
څوك د ځان لپاره مړ شي نوم يې ورك شي د چـــا مرګ د ټول ولس دپــــاره مـــرګ وي.
-
د باچا خان او ولي خان ډېر كلك مرستيال
د كبير ستوري مرګ زموږ د ټول ګوند دپاره د غم خبر دى. د كبير ستوري په جرمني او يورپ كې دوه تنظيمونه “پښتون سوشل ډيموكريټك پارټي او د پښتنو كلتوري ټولنه” ټول عمر يې د قام پرست عوامي نشنل پارټۍ سره كلك تړون پاتې شوى دى. كبير ستورى د باچا خان بابا او ولي…
-
زما لپاره تل ژوندى يې
زما لپاره تل ژوندى يې.
-
د پښتون قام د بخت دا ستورى
ډاكتر كبير ستورى د پښتون قام ستورى و. په ډېر تاسف سره د پښتون قام د بخت دا ستورى پر ځمكه راپرېوت، خو زه باور لرم چې هغه او د هغه افكار ژوندي دي
-
ياد به تل زموږ د نسل په زړه كې ژوندى
د خپل ګران دوست او فاضل مشر درانه شخصيت لوى ستوري (ارواښاد ستوري) ياد به تل زموږ د نسل په زړه كې ژوندى او تلپاتې وي.
-
دده صميمي چلند نه يوازې له ما
ډاكتر ستورى زما د دېرشو كالو دوست و، چې دده صميمي چلند نه يوازې له ما څخه يو صميمي ورور او دوست جوړ كړى و، بلكې له هر انسان سره چې مخامخ كېده، نو دوستي او اشنايي به يې ورسره كوله.

