-
ستورى صيب يو رښتينى شخصيت و
ستورى صيب زه له هغه وخت راهيسې پېژنم، كله چې ما په جرمني كې د پاكستان په سفارت كې كار كاوه. هغه يو رښتينى شخصيت و، زما ورسره ډېره مينه وه، هغه خپل ټول ژوند پښتو، پښتونولۍ او سولې ته وقف كړى و. هغه به هېڅكله زموږ له ياده ونه وځي .
-
زما د مسافرۍ ملګرى
ښاغلى ماما صيب زما د مسافرۍ ملګرى و، ما په ژوند كې تراوسه پورې ډېر پښتانه ليدلي دي، خو د ماما صاحب په شان واقعي پښتون نه وينم او نه مې تراوسه پورې ليدلى دى.
-
سياسي او پښتني فكر
زما ورور او د سياسي لارې ملګرى همېشه ژوندى دى او ژوندى به وي او د هغه سياسي او پښتني فكر او نظريه به مخ په وړاندې بوځو، چې اروا يې خوشحاله وي.
-
واقعاً د ځلېدونكي ستوري
ډاكتر كبير ستورى واقعاً د ځلېدونكي ستوري په شان د پښتونخوا په تاريخ كې خپل ځاى پرېښود. پر پښتو مېن او د پاك صادق زړه خاوند و.
-
ته رانه لاړې او موږ دې په دې
ګرانه كبير ستورى! ته رانه لاړې او موږ دې په دې دنيا كې يوازې پرېښودلو
-
د پښتون ملت د يووالی لپاره
زما ګران ملګری کبیر ستوری د پښتون ملت د يووالی لپاره نه ستړیکیدونکی صادقانه خدمتونه کړی دی چې زمونږ په زړونو کې به تل پاتی وی . ارواښاد ستوری زمونږ نه ډیر ژر او بی وخته جدا شو اروا دی ښاده وی .
-
دا مرګ د ټولو پښتنو یو لوی
زه ریاض د خدای بخښلی ډاکتر کبیر ستوری په مرګ ډیر خفه یم د دوی د ټول فامل سره په دی لوی غم کې شریک یم د خدای بخښلی ډاکتر کبیر ستوری دا مرګ د ټولو پښتنو یو لوی تاوان ګڼم
-
ستورى ډېر لوړ ادبي شخصيت و
ارواښاد عبدالكبير ستورى ډېر لوړ ادبي شخصيت و، د پښتو ژبې او ادب په برخه كې يې نه هېرېدونكي خدمتونه سرته رسولي دي. دده مړينه پښتو او پښتنو ته نه جبران كوونكې ضايعه ده. لوى څښتن تعالى دې نوموړى مرحوم وبښي او د دوى ورثې ته دې خداى صبر، حوصله او زغم په برخه كړي.…
-
د چـــا مرګ د ټول ولس دپــــاره مـــرګ وي
څوك د ځان لپاره مړ شي نوم يې ورك شي د چـــا مرګ د ټول ولس دپــــاره مـــرګ وي.
-
د باچا خان او ولي خان ډېر كلك مرستيال
د كبير ستوري مرګ زموږ د ټول ګوند دپاره د غم خبر دى. د كبير ستوري په جرمني او يورپ كې دوه تنظيمونه “پښتون سوشل ډيموكريټك پارټي او د پښتنو كلتوري ټولنه” ټول عمر يې د قام پرست عوامي نشنل پارټۍ سره كلك تړون پاتې شوى دى. كبير ستورى د باچا خان بابا او ولي…

