-
په پښتو مېن شخصيت
خداى بښلى ستورى ډېر پاك او په پښتو مېن شخصيت و.
-
د ژبې او قومي يووالي نوميالى مشر
ارواښاد ستورى زموږ د ژبې او قومي يووالي نوميالى مشر و او د لوړې پوړۍ عالم و. دده ځاى همېشه زموږ په زړونو كې دى
-
سياسي او كلتوري منډې رامنډې
د پښتنو د يووالي په لار كې د ارواښاد ستوري سياسي او كلتوري منډې رامنډې به پښتون كهول نه يوازې له ياده نه وباسي، بلكې دا لار به پښتون كهول تعقيبوي. زه يو ځل بيا د هغه د ګوند ټولو كاركوونكيو او غړيو ته د هغوى د لارې د مشعل د بل ساتلو هيله من…
-
خو د پښتنو لويه بدمرغي په دې
د ډاكتر صيب ستوري مړينه بې وخته وه، خو د پښتنو لويه بدمرغي په دې كې ده، چې ددې قام ډېر مهم شخصيتونه تل د دوى د تاريخ په ډېرو حساسو وختونو كې له دنيا تللي. كبير ستورى لاړ، خو زموږ په زړونو او مغزو كې به تل ژوندى وي.
-
زمونږ خوږ او پوهـ ماما صیب
زمونږ خوږ او پوهـ ماما صیب اروا دی ښاده وی .
-
روح ئې خوشحاله اوسی
لوی خدای دی وبښی او روح ئې خوشحاله اوسی .
-
دا د ټولو پښتنو دپاره مرګ دى
د ډاكتر كبير ستوري ددې دنيا نه رحلت كول صرف د هغوى نه، بلكې دا د ټولو پښتنو دپاره مرګ دى، ځكه چې پښتنو يو ښه نوموړى او خوشحال طبعه شاعر او اديب له لاسه وركړ. بله دا چې دا ستر غم يواځې د دوى د كورواله نه دى، بلكې ټول پښتانه په دې غم…
-
په ژوند اومرګ د چا له ياده نه
چې ژوندى وي د چا په ياد نه وي، چې مړ شي نو خلكو ته په ياد شي، خو ډاكتر كبير ستورى په ژوند اومرګ د چا له ياده نه وځي. د ماما صاحب مړينه د كوزې او برې پښتنو ته لويه ضايعه ده .
-
د پښتو په حواله زما يوه ناليدلې پېژندګلوي
د كبير ستوري سره د پښتو په حواله زما يوه ناليدلې پېژندګلوي وه. هغوى چې د پښتون قام د وحدت او يووالي دپاره كومه فكري مبارزه كړې ده، هغه اوس زموږ لپاره د مشال حيثيت لري. زه كه يو خوا د هغوى په مرګ غمجن يم، نو بل خوا په دې خوشحاله يم، چې محترم…
-
لوى شخصيت
د لوى شخصيت تلنه واقعاً لويه ضايع ده او د هغه كمى محسوس كوو.

