د باچا خان او ولي خان ډېر كلك مرستيال

د كبير ستوري مرګ زموږ د ټول ګوند دپاره د غم خبر دى. د كبير ستوري په جرمني او يورپ كې دوه تنظيمونه “پښتون سوشل ډيموكريټك پارټي او د پښتنو كلتوري ټولنه” ټول عمر يې د قام پرست عوامي نشنل پارټۍ سره كلك تړون پاتې شوى دى. كبير ستورى د باچا خان بابا او ولي خان بابا ډېر كلك مرستيال و او ټول عمر يې د دواړو عظيمو مبارزو نه رهنمايي اخيستې ده. د كبير ستوري په جرمني او يورپ كې د قام پرستۍ او پښتون/افغان قوم د يووالي مبارزه نه هېرېدونكى ژوندى تاريخ دى. د عوامي نشنل پارټي ټول مشران په دې موقعه حاجي غلام احمد بلور، افضل خان لالا، بشير احمد بلور، سيد عاقل شاه، تاج الدين، پير فياض علي شاه، حميدالرحمن، ارباب همايون، ارباب نثار، خيال اكبر اپريدى، ميا مشتاق، ارباب ظاهر، ملك مصطفى، قيصر خان ايډوكيټ او ميا افتخار حسين خپل پښتون افغان قام پرست هيرو ته د عقيدت ګلونه وړاندې كوو.

د غم په دې موقعه د اى.اين.پي مشر اجمل خټك وينا زموږ د ټولو پښتنو وينا ده .

ميا افتخار حسي

جنرل سكتر، ANPپښتونخوا