زما د مسافرۍ ملګرى

ښاغلى ماما صيب زما د مسافرۍ ملګرى و، ما په ژوند كې تراوسه پورې ډېر پښتانه ليدلي دي، خو د ماما صاحب په شان واقعي پښتون نه وينم او نه مې تراوسه پورې ليدلى دى.