ستورى ډېر لوړ ادبي شخصيت و

ارواښاد عبدالكبير ستورى ډېر لوړ ادبي شخصيت و، د پښتو ژبې او ادب په برخه كې يې نه هېرېدونكي خدمتونه سرته رسولي دي. دده مړينه پښتو او پښتنو ته نه جبران كوونكې ضايعه ده. لوى څښتن تعالى دې نوموړى مرحوم وبښي او د دوى ورثې ته دې خداى صبر، حوصله او زغم په برخه كړي. زه باور لرم، چې د ارواښاد زامن د خپل مرحوم پلار په پله پل كېږدي او د خپل پلار لاره به غوره كړي.

دا لــــولۍ دنيا دې شي نوره ميراته

هېچا شل نه كړه هر چا ځنې ده پاته