!په جرمني كې د ساېنس پوهانود ټولنې پیغام

د پښتونخوا يو ځلانده علمي ستورى ولوېده

په جرمني كې د ساېنس پوهانو ټولنه د خداى بښلي ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د ناڅاپي مړينې څخه خبر ترلاسه كړ او له دې كبله د زړه له كومې خپګان او ژوره خواشيني څرګندوي.

انا لله و انا اليه راجعون.


خداى بښلى ستورى د هېواد يو نوميالى ساينسپوه، علمي او ملي شخصيت، وطنپالونكى، د ټينګ عزم او د سپېڅلي ايمان او عقيدې خاوند و.

ارواښاد د ساېنس پوهنې او نورو ټولنيزو څانګو خو په تېره بيا په ساه پوهنې كې ګڼ شمېر كتابونه ليكلي دي، چې له دې لارې يې خپل ولس او د پښتو ژبې كلتور ته ستر تاريخي نه هېرېدونكي خدمتونه سرته رسولي دي. موږ د ارواښاد ډاكتر ستوري مړينه يوه ستره علمي او ولسي ضايعه ګڼو.

لوى څښتن تعالى دې هغه ته ښكلي جنتونه په نصيب كړي او پاتې كورنۍ او خپلوانو ته د صبر او زغم غوښتنه كوو.

چـــــې پيدا شــــوې تا ژړل خلكــو خـنـدل

داسې مړ شه چې ته خاندې خلك ژاړي.

په جرمني كې د ساېنس پوهانو په استايتوب

پوهنوال ډاكتر نظر محمد سلطانزى (ځدراڼ)

د افغانستان د اتوم انرژي پخوانى مسوْل مشر

او د كابل پوهنتون د طبيعي علومو پوهنځي پخوانى استاد.