دعوامی نشنل ګوند (ANP) پیغام

د لوی او بخښونکی خدای په نوم

نن چې افغانان راټول شوی او د مرحوم ډاکتر کبیر خان ستوری لومړی تلین لمانځی زه د خپله اړخه دغه افغانی فرهنګیانو ته خراج تحصین وړاندی کوم چې د خپلو میړنیو او اتلانو په یاد داسی درنې غوندی جوړوی.

ډاکتر کبیر ستوری هغه پښتون مشر ؤ چې خپل ټول ژوندئې د پښتنو د یووالی، قامی وحدت، ترقی او سوکالی ته وقف کړی ؤ. هغه ته دا پوره احساس ؤ چې خپل ویشلی پښتون/ افغان قام څنګه خپل قامی وحدت تر لاسه کړی.

د افغانانو خاوره په مرکزی او منځنی اسیا کې د خپل جغرافیائې موقیعت او ستراتیجیک اهمیت له مخی خپل خاص ارزښت لری.

انګریز هغه قام دی چې هغه هندوستان ته د جنوب له اړخه د سمندر په لار د تجارت په شکل راغی. د صناعتی انقلاب نه مخکې په دی سیمه کې د زرو مرغی هندوستان یادیده.

په دونیا کې چې هر څوک په خپل طاقت مغرور شوی نو د هندوستان د قبضه کولو لپاره ئې بری سغیر هند ته ځان رارسولی دی، خو د انګریزانو نه مخکې دا ټول حمله اور یرغلکر هند ته د شمال له طرف نه راغلی دی او دغه شان هغوی هند ته د رسیدو نه وړاندی د افغانانو سره مخامخ شوی، ځکه چې هندوستان ته دا لوی لښکر د افغانانو د خاوری تیریدو او افغانان که طاقت ور ؤ او که کمزوری ؤ خو ښه په نره د دوۍ سره جنګیدلی دی.

انګریزان د تاجرانو په حیث هندوستان ته راغلی ؤ او په ډیره اسانه د هند د حکمران په حیث قابضه شو. انګریز دپښتنو/ افغانانو خاوری ته په دی خاطر راغلی ؤ چې چې تزاری روس په مرکزی اسیا کې رامخکې کیده، د هغې د مخ نیوی او د خپلې د زرو مرغی د حفاظت لپاره د افغانانو خاوری ته راغلل. افغانان ورسره د تل په شان ښه وجنګیدل چې داسی دره او ځای پاتی نه شو چې په کې د پیرنګیانو وینه توی نه شوه.

اګر چې پیرنګیان تر ډیره ځای پوری ورسیدل او دپښتنو/ افغانانو ټوله خاوره ئې قبضه کړه.

افغانانو ته شکست(ماتی) ورکولی شی، خو په افغانانو شکست تسلیمولی(منلی) نه شی، نو همدا وجه وه چې افغانان راپاڅیدل او د غازی محمد اکبر خان په مشرې ئې په خورد کابل او بلاحصار کې د انګریزانو ۱۳۷۳۴ فوجیان قتل کړه. دغی واقعی انګریرانو ته ډیر تاوان او سدمه ورسوله د دغه داغ د وینځلو په غرض انګریران په دویم افغان جنګ کې بیا تر کابل پوری راورسیدل او په دې پوه شول چې د افغانانوکی دا مټی د پښتون دی. هر پښتون افغان دی خو هر افغان پښتون نه دی. د پښتنو د قوت د ماتولولپاره هغوی

دری غبرګی فارموله راویستله او د پښتون خاوره او قام ئې په ۱۸۹۳ کال کې په دریو برخو تقسیم کړو. د دې تقسیم نه مخکې د افغانانو تاریخ ډیر سر لوړی دی او د نړۍ په قامونو کې روښانه او څرګند دی او د دې تقسیم نه وروسته پښتون افغان قام د ژوند په هر اړخ کې ډیر شاته پاتی شو.

ډاکتر کبیر ستوری چې ددې قام غم ورسره تر عمر اخری لحظی پورې ؤ د خپل ژوند مرام دا وکرځولو چې پښتانه بیاخپل قامی حیثیت او وجود تر لاسه کړی، هغه په المان کې دا وحدت په یو لحاظ تر لاسه کړی ؤ ځکه چې هلته ئې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) جوړ کړو او په هغې کې لر او بر افغانان شامل ؤ، خو قامی وحدت د هغی په ژوند کې حاصل نه شو نن چې افغانان د هغه د مړینی په کالیزه راغونډشوی دی نو زما به ورته دا هیله او دا خواصت وی چې د ډاکتر کبیر ستوری د ژوند مرام چې قامی وحدت ؤ، هغې ته کلکه ملا وتړی قامی وحدت حاصل کړی که په ژوند یی پوره نه شو خو په مرګ د ستوری دغه ارمان پوره شی .

په درناوی

محمدافضل خان لالا

دعوامی نشنل ګوند مشر


[vid=files/videos/KunarGhonda11.flv]

يادښت : دا پیغام د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.