خو ځلا به يې تل پښتو ادب او د پښتنو

محترم ډاكتر كبير ستورى هغه ځلانده “ستورى” دى، چې په ظاهره ورته زموږ لاس خو نه وررسي، خو ځلا به يې تل پښتو ادب او د پښتنو خاوره ځلوي.

د ارواښاد كبير ستوري د مرګ خبر د ټولو پښتنو زړه دردولى دى، د ټول ملت حساس زړونه په دې درد دردېدلي دي، خو د صبر نه پرته بله هېڅ پهه نشته، چې دې درد ته ارام وبښي. زموږ دپاره او د محترم كبير ستوري د كورنۍ دپاره په خصوصي توګه دا د ډېر فخر او وياړ ځاى دى، چې ډاكتر صيب د يو باضميره شخصيت په توګه ددې فاني جهان نه رحلت وكړو. هغه ډېر په قدر، احترام او درناوي سره خپلې خاورې ته راورسولى شو. الله تعالى دې ډاكتر صيب ته جنت وركړي او د هغه زيار او كړاوونه دې راتلونكي نسل دپاره د لارې مشال شي.

اّمين