په ستوري صيب پښتانه ګران وو

ډاكتر ستوري خپل ژوند پښتو او پښتونولۍ ته وقف كړى و. زه خپله اوسنۍ عقيده د ستوري صيب محصوله بولم او ډېرو پښتنو ته يې د يووالي او د سياسي شعور بېدارۍ وروښودله. لكه څنګه چې په ستوري صيب پښتانه ګران وو، همدا شان دى هم په پښتنو ډېر ګران و.