د سپرغۍ ويب پاڼې د خپګان څرګندونه

“سپرغۍ” د هېواد د ستر پښتون عالم ارواښاد كبير ستوري پر مړينه خپل ژور غم او خپګان څرګندوي.

ارواښاد ستورى د پښتنو يو تكړه او روڼ اندى ليكوال، شاعر او سياست پوه و، چې د پښتو ادب د پياوړتيا او د پښتنو د بېدارولو او پوهولو په لاره كې يې بې سارې هلې ځلې كړي.

ارواښاد په پښتو ژبه ډېر ارزښتناكه او ګټور اّثار له ځانه په ميراث پرېښي دي، چې دا پښتو ادب او فرهنګ ته د هغه ښه او غوره سوغات بلل كېداى شي.

د هغه په مړينه د هغه ټول دوستان غمجنه شوي او د لوى خداى جل جلا له دربار ته د هغه د روح دپاره دعا كوي.

اروا يې ښاده او ياد يې تل ژوندى اوسه.

په درنښت

سپرغۍ ويب پاڼه