• پښتون قوم لپاره يې ډېر خدمتونه كړي

    ته يوازې د خپلې كورنۍ څخه نه يې تللى، بلكې ته له پښتون قوم څخه تللى يې. ته له هغه انسانانو څخه يې، چې پښتون قوم لپاره يې ډېر خدمتونه كړي او ډېرې قربانۍ دې وركړي دي.

  • د ارواښاد ستوري غمشريك دى

    د ډاكتر كبير ستوري وفات پښتو كلتور او ادب ته، د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند ته او ټول پښتون قام ته يو نه جبرانېدونكى نشتوالى دى، چې په دې غميزه كې ټول خلك په تېره بيا د ادب، هنر او افغاني كلتور پښتني ټولنه د ارواښاد ستوري غمشريك دي.

  • په ډیر احترام

    پاک خدای دی وبښی په ډیر احترام .

  • د پښتنو د ملي يووالي دپاره يې

    د قدر وړ ورور كبير ستورى، چې يو نوميالى پښتون و او د پښتو او پښتونولۍ او د پښتنو د ملي يووالي دپاره يې د خپل وس خدمتونه كړي او په مړينه به يې نه يوازې كورنۍ غمجنه وي، بلكې د ټول پښتون قوم دپاره قدر شخصيت يوه ستره ضايعه ده. روح دې يې ښاد…

  • ستورى په رښتيا يو ستورى و

    خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى په رښتيا يو ستورى و او د هغوى بې وخته د دنيا نه تلل، پښتو ادب او موږ ته ډېر نقصان دى او زه دا غم په لفظونو كې نه شم احاطه كولاى .

  • د ټول پښتون قوم دپاره يوه عظيمه صدمه ده

    ښاغلي كبير ستوري رحلت د ټول پښتون قوم دپاره يوه عظيمه صدمه ده. هغه ته لا زموږ سترګې وې او په زړه كې مو ډېرې هيلې او اميدونه، چې د پښتو ژبې او پښتون قام د حقونو د مبارزې په سفر كې به څنګ په څنګ سره وړاندې ځو. مرګ حق دى، خو په بې…

  • د خوشال فرهنګي ټولنې د ژورې خواشينۍ پېغام

    په خواشينۍ سره مو واورېده، چې نوميالي ليكوال او سياستوال ښاغلي ډاكتر كبير ستوري هم له فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې. اناالله و انا اليه راجعون. د ډاكتر ستوري نوم او كارونو د پښتو ژبې او پښتنو له پاره هغه څه دي، چې دده له نامه سره به په تلپاتې توګه مل او په…

  • د افغانانو د كلتوري ټولنو د غمرازۍ ګډ پېغام

    انا لله و انا اليه راجعون په ډېره خواشينۍ سره مو خبر واخيست، چې لوى پښتون سياستوال، د ساپوهنې ډاكتر، پياوړى ليكوال او شاعر ډاكتر كبير ستوري له دې نيمګړې نړۍ څخه سترګې پټې كړې. موږ ددې خبر په اورېدو سره ډېر خواشيني شو، د نوموړي مړينه د پښتنو د يووالي لپاره يوه لويه ضايعه…

  • د سپرغۍ ويب پاڼې د خپګان څرګندونه

    “سپرغۍ” د هېواد د ستر پښتون عالم ارواښاد كبير ستوري پر مړينه خپل ژور غم او خپګان څرګندوي. ارواښاد ستورى د پښتنو يو تكړه او روڼ اندى ليكوال، شاعر او سياست پوه و، چې د پښتو ادب د پياوړتيا او د پښتنو د بېدارولو او پوهولو په لاره كې يې بې سارې هلې ځلې كړي.…

  • دعوامی نشنل ګوند (ANP) پیغام

    د لوی او بخښونکی خدای په نوم نن چې افغانان راټول شوی او د مرحوم ډاکتر کبیر خان ستوری لومړی تلین لمانځی زه د خپله اړخه دغه افغانی فرهنګیانو ته خراج تحصین وړاندی کوم چې د خپلو میړنیو او اتلانو په یاد داسی درنې غوندی جوړوی. ډاکتر کبیر ستوری هغه پښتون مشر ؤ چې خپل…