د ټول پښتون قوم دپاره يوه عظيمه صدمه ده

ښاغلي كبير ستوري رحلت د ټول پښتون قوم دپاره يوه عظيمه صدمه ده. هغه ته لا زموږ سترګې وې او په زړه كې مو ډېرې هيلې او اميدونه، چې د پښتو ژبې او پښتون قام د حقونو د مبارزې په سفر كې به څنګ په څنګ سره وړاندې ځو. مرګ حق دى، خو په بې وخته مرګ د زړه نه وينې څاڅي. جسماني مرګ شته، خو په روحاني او نظرياتي توګه داسې عظيمو شخصياتو لره مرګ نشته، بلكې هغه به ټول عمر ژوندي وي، ترڅو چې پښتانه او د امن، مينې او انسانيت سره مينه لرونكي انسانان ژوندي وي .

شهاب الدين خټ

(سينئير وائس چيئرمين عالمي پښتو كانګرس)