د افغانانو د كلتوري ټولنو د غمرازۍ ګډ پېغام

انا لله و انا اليه راجعون

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر واخيست، چې لوى پښتون سياستوال، د ساپوهنې ډاكتر، پياوړى ليكوال او شاعر ډاكتر كبير ستوري له دې نيمګړې نړۍ څخه سترګې پټې كړې.

موږ ددې خبر په اورېدو سره ډېر خواشيني شو، د نوموړي مړينه د پښتنو د يووالي لپاره يوه لويه ضايعه ګڼو.

موږ خپله خواشيني او غمرازي د خداى ج بښلي پاتې كسانو ته وړاندې كوو. موږ په دې لوى غم كې ځانونه له دوى سره شريك ګڼو، كورنۍ ته يې جميل صبر او ارواښاد ته د لوى خداى ج څخه د فردوس جنت غوښتنه كوو.

روح دې يې ښاد وي.

نظيف الرحمن سرشار او فضل الرحمن حميدي

د ناروې د اوسلو او تروندهايم په ښارونو

كې د افغانانو د كلتوري ټولنو