• تلپاتي، نه هېرېدونكي او ستر خدمتونه

    د ماما صيب كومه مينه، چې له پښتو ژبې سره وه، واقعاً بې انتها وه. خداى دې د هر پښتون په زړه كې داسې مينه واچوي. پښتو ژبې ته يې تلپاتي، نه هېرېدونكي او ستر خدمتونه كړي دي.

  • د پښتون قامي وحدت

    د پښتنو د اسمان ځلانده ستورى ډوب شو. الله تعالى دې موږ ته د هغه مشن “د پښتون قامي وحدت” د حاصلولو توفيق راكړي. الله تعالى نه به د هغه د ارمانونو دنيا د اّبادولو دعا كوو. .

  • نن د هغو افسوس ناك مرګ دعا له راغلم

    ماته نن ډېر افسوس دى، چې د كوم لوى انسان او سترې هستۍ د زوى د واده په ښادۍ كې زه دلته راغلى وم، نن د هغو افسوس ناك مرګ دعا له راغلم. ډاكتر كبير صاحب يو پښتون مزاج انسان و، ډېر خوږ دوست او ښه ورور و. ډېر لوى شاعر او ستر اديب و،…

  • سل دې ومره خو د سلو سر دې مه مره

    غــــم خــــو دا دى چـــې د ســـلــو ســـر د چـــا مـــري . زه نه پوهېږم، چې د پښتو او پښتنو د اسمان د ستوري د دردناكې او غمناكې مړينې په اړوند خپل ژور خپګان او د غمجن او داغلي زړه تاثرات څنګه، په كومو كليمو او جملو څرګند كړم؟ حقيقت خو دا دى، چې په…

  • يوه ستره او نه جبران كېدونكې ضايعه

    په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې د هېواد نامتو ليكوال، سياستوال او څېړونكي ډاكتر كبير ستوري له دې دنيا څخه سترګې پټې كړې. انا لله و انا اليه راجعون. د “حركت” ورځپاڼه د ډاكتر كبير ستوري مړينه د ټولو پښتنو دپاره يوه ستره او نه جبران كېدونكې ضايعه بولي او په دې…

  • د افغانانو د كلتوري ټولنه د خواخوږۍ پېغام

    په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې ډاكتر كبير ستوري د ورپېښې ناروغۍ له امله د روان زېږديز كال د اپريل په څلورمه د جرمني د كولن په ښار كې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې. انا لله و انا اليه راجعون ارواښاد ډاكتر كبير ستوري افغان ولس او خپل ټبر…

  • د افغان خپرندويې ټولنې د خواشينۍ پېغام

    د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر او د پښتو ژبې يو ځلاند ستورى پرېووت. دا خبر موږ لپاره د ډېرې خواشينۍ او خپګان سبب وګرځېد. ډاكتر كبير ستوري د پښتو ژبې او ادب لپاره ډېر فعال كار كړى و او د هېواد څخه دباندې نړۍ كې يې نه يوازې په خپله د پښتو ډېر ستر…

  • د ساپي د پښتو څیړنو او پراختيا مركز پيغام

    مونږ ویاړو چې د هیواد مخکښ فرهنګی ځوانان په افغانی ادبی ټولنه کې سره راټول شوي او د هیواد علمي، عملي شاعر، لیکوال ، فرهنګي او څیړونکي ښاغلي ساپوه ارواښاد ډاکټر کبیر ستوري یاد لمانځی . ارواښاد ډاکټر کبیر ستوري نه یوازی پښتانه ته د پښتون ساپوهنه ښودلی بلکه پښتانه ته ئې د پښتون، پښتونخوا…

  • د هېواد او سيمې لاره ستره ضايعه

    د ارواښاد ډاكتر ستوري صاحب مړينه نه يوازې د پښتنو لپاره، بلكې د هېواد او سيمې لاره ستره ضايعه ده.

  • فاني نړۍ څخه په نيك نوم

    ســهــــرګاه وه د نــــرګـــــس لـــېمـــــه لانــــــده څاڅكــى، څاڅكــى يې له سترګو څڅېده ما ويل څه دي ښكــلــيـه ګـلــه ولــې ژاړې؟ دې ويل ژوند مې دى يوه خوله خـنـدېــده. دا نړۍ زموږ د ټولو لپاره يوه فاني نړۍ ده، نېكمرغي د هغه چا په برخه ده چې دوى فاني نړۍ څخه په نيك نوم رحلت وكړي.