د خوشال فرهنګي ټولنې د ژورې خواشينۍ پېغام

په خواشينۍ سره مو واورېده، چې نوميالي ليكوال او سياستوال ښاغلي ډاكتر كبير ستوري هم له فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې.

اناالله و انا اليه راجعون.

د ډاكتر ستوري نوم او كارونو د پښتو ژبې او پښتنو له پاره هغه څه دي،

چې دده له نامه سره به په تلپاتې توګه مل او په نيكو يادېږي. ستوري د افغاني فرهنګ او انساني خپلواكۍ په لار كې د پاملرنې وړ خدمتونه ترسره كړي، چې د هغوپه خاطر به كله هم د پښتنو د سياست او ادب په تاريخ كې له ياده ونه وځي.

د خوشال فرهنګي ټولنې لارښودې شورا د ډاكتر كبير ستوري په مړينه خپله ژوره خواشيني څرګندوي. د هغه مړينه د پښتنو او پښتني پېوستون په لاره كې

په هر اړخيزه توګه يوه نه جبران كېدونكې ضايعه ګڼي او په دې اړه د هېواد له ټولو فرهنګيانو، د ارواښاد له كورنۍ او ملګرو سره د هغه په غم كې ځان شريك بولي. ده ته له پاك خدايه د جنتونو هيله او كورنۍ ته يې د صبر او زغم غوښتنه كوي.

نصرالله حافظ

د خوشال فرهنګي ټولنې مرستيال