اى د افغانستان د غېرت شملې!

زه حېران يم چې څه وليكم؟ خپل زړه څنګه سپك كړم؟ د چا په مرګ څه تاثرات ښكاره كړم؟ زما لپاره زما په ذهن او فكر كې خو ګرانه كبير جانه ته تل ژوندى يې.

اى د كونړ د ښكلو درو او دنګو غرونو بې بها لعله!

اى د افــغــــانـــســتــان د غــــــېـــــرت شــــــــمـــــــلـــــې!

اى په پښـتنـو او پـــښــتــونـــخــوا مـېــن مـــلــګــريــه!

ته د خپل هېواد لويه پانګه وې او يې. ستا ځاى به پېړۍ پېړۍ خالي وي، ځكه چې تا د خپلو پښتنو وروڼو او د افغانستان د بېرغ د پورته او اوچت ساتلو لپاره په ځان ډېرې سختې تېرې كړي دي. په دې لار كې دې تورې تنبې ليدلي دي. خو اى د پښتونخوا د غرونو زمريه!

همدا ته يې چې څه دپاسه سل كاله وروسته دې د افغان سيد جمال الدين يادونه تازه كړه او دا دې په ثبوت ورسوله، چې د كونړ په خاوره كې د افغاني سيد جمال الدين په څنګ تاسې هم خپل ځاى ونيولو. د كونړ خلك، د مشرقي ولسونه او افغانان به په تا وياړ كوي .

وياړ دې وي په تا چې ځان دې لكه د شمع وسوځاوه او خپل ولس او قام ته دې ليارې رڼا كړې. زما لپاره هم دا د وياړ ځاى دى، چې نن ستا په څېر د خپل ګران ملګري او ورور يادونه كوم.

تا خپل قام ته ډېر ښه ميراث پريښود. يو خو په پښتو ليكل شوى د ساپوهنې كتابونه دي او دويم خدمت دې دا دى، چې خپل اولادونه دې داسې روزلي دي، چې ستا په ليار روان دي او هغه بار چې تا په اوږو اوچت كړى دى، دوى به يې خپل ځاى ته ورسوي. د خپل اولاد دروزنې په څنګ كې تاسې د خپل قام ډېر تنكي ځوانان د پښتونولۍ په ليار وربرابر كړي دي. دا لوى كار دى.

ځكه نو ته تل ژوند يې

انور ظفري

(د اريانا پوهنتون مرستيال پروفيسر)