د افغانستان د روغې او بيا ابادولو ټولنې پېغام

په کونړونو کې د اروا ښاد ډاکتر کبير ستوري د مړينې د لومړي تلين په هکله پوهنيزې(علمي) ياد غونډې ته!

ګرانو دکونړونو پوهانو، شاعرانو، اديبانو ، سياستوالو او د کونړ میشتو فرهنګیانو !

هيله ده،چې د لرې جرمني څخه زما نېکې هيلې او درنښت ومنۍ.

نن تاسو د يوه کونړي د مړينې لومړۍ کاليزه په خپلو پوهنيزه ، ادبي بيانيو او شعرونو کې لمانځۍ . نه ! ارواښاد ډاکتر کبير ستوری يواځې کونړی نه دی پاتې شوی، دی لکه په مړينه یې موږ ته نوره هم روښانه کړه ــ يو ستر پښتون / افغان وو.

ارواښاد ډاکتر ستوری په ټينګه د ستر غفارخان بابا په لار روان وو، چې په مړينه يې هم همغه د ستر بابا لار په برخه شوه.

د اروا ښاد ډاکتر کبير ستوري د مړينې غميزه د وير ده، چې موږ او تاسو يې به خپلو پوهنيزه ويناو او شعرونو کي ستايو، خو دا بخت او وياړ موږ هم لرو، چې داسې يو پښتون، داسې په پښتو او پښتنو مين پښتون مو په برخه شوی وو.

زه وياړم،چې د ښوونځي له وخته څخه را پدی خوا دده د مړينې پورې د ارواښاد ډاکتر ستوري ملګری پاتې شوی يم.

دی د رحمان بابا د لېسې شاګرد و. دا د پښتنو لېسه وه. دا د خوښۍ ځای دی،چې دې لېسې داسې يو شاګرد زموږ پښتني / افغاني نړۍ ته وړاندې کړی.

زه همدا اوس خپلې څو لنډې ژباړې د ارواښاد ډاکتر ستوري د مړينې لومړي تلين په هکله ده ته سوغات کوم، چې مينه وال يې زما د انټرنټ په پاڼه کې Shinwari.de ليدلی شی.

دا ليکنې د شمیرپوهنې( ماتيماتيک يانې ساين و کوساين …..) دي، چې زما مسلک دی.

د لوی څښتن څخه هېله لرم، چې د اروا ښاد ډاکتر ستوري لپاره دا په دې دنيا ښکلي کونړونه په هغې دنيا جنتونه وګرځوي.

ډېر د وياړ ځاي دی، چې ډاکتر ستوري زموږ لپاره د شعر او ادب او همداسې د ساه پوهنې پوهنيزې يو ډېر شمېر ليکنې پريښودي، چې دی به د پښتنو په راتلونکې کې هم ژوندی وساتي.

ستاسو ډاکتر ماخان ( مېږی) شينواری

د افغانستان د روغې او بيا ابادولو ټولنې مشر

( کولن ــ بن ) جرمنی


[vid=files/videos/KunarGhonda9.flv]

يادښت : دا پیغام د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.